منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د اقتصاد وزارت مرستیال او د کابل پوهنتون استاد دوکتور شهیدي په یوه ترافیکي پيښه کې ومړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل ( پژواک ۲۸ تله ۹۱ ) : د اقتصاد وزارت  مرستیال او د کابل پوهنتون استاد پوهاند دوکتور نذیر احمد شهیدي په یوه ترافیکي پيښه کې مړ شوی دی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي تدریسي مدیر نوروز خان د تلې پله ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن سهار د کابل ښار د کارته سه په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې نوموړی له خپل لمسي سره یو ځای د تفریح لپاره راوتلی او د سړک په غاړه پلی روان و، چې دیوه موټر لخوا ووهل شو او ساه یې ورکړه.

نوموړی وایي چې استاد شهیدي جنازه یې سبا اته بجې په کابل کې ادا او په لوګر ولایت کې خاورو ته سپارل کیږي.

له ارګ څخه د تلې په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې  هم داستاد شهیدي مړینه تایید شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې ولسمشر حامد کرزي د استاد شهیدي په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې لویه ضایعه بللې ده.

استاد شهیدي د کابل له اقتصاد  پوهنځي څخه فارغ او ماستري او دوکتورا لوړې زده کړې یې په جرمني کې ترسره کړې وې.

نوموړي د مرکزي احصایې د وزیر، د کابل پوهنتون داقتصاد پوهنځي د رییس او په موقته اداره کې د بیارغونې وزارت د مرستیال په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

هغه په  دري، پښتو او جرمني ژبو له سلو څخه زیات اقتصادي کتابونه لیکلي دي چې ډیری یې د کابل پوهنتون په نصاب کې هم شامل دي.