کابل ( پژواک ۲۸ تله ۹۱ ) : د روشن د فوټبال دغوره لیګ سیالیوپه پای لوبه کې د لویدیځ زون د ((طوفان هریرود)) لوبډلې د شمال زون د ((سیمرغ البرز)) لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د روشن مخابراتي شرکت په مالي لګښت د فوټبال دغوره لیګ دا سیالۍ چې پکې د هیواد داتو زونونو لوبډلو برخه اخیستې وه، د وږي په ۲۸مه، په کابل کې پیل شوې وه او نن پای ته ورسیدې.
ددې سیالیو پای لوبه نن دتلې په ۲۸ مه، د طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د هریرود په بریا پای ته ورسیده.
ددې پای لوبې نندارې ته چې زرګونه نندارچیان راغلي وو، دواړو لوبډلو ډیره ښه لوبه ترسره کړه او پای کې دا لوبه د هریرود لوبډلې دوه پر یوه ګول وګټله.
د طوفان هریرود لخوا معروف محمدي او یعقوبي لخوا ووهل شول او د سیمرغ البرز لخوا یواځینی ګول د محمد رضا محمدي لخوا ووهل شو.
ددې سیالیو د پای لوبې مراسمو ته دافغانستان داولمپیک کمیټۍ مشر ظاهر اغبر ، د روشن ، موبي لینک او ګڼ شمیر نورو دولتي چارواکی راغلي وو.
د طوفان هریرود لوبغاړی حمیدالله کریمي په دې سیالیو کې نهو ګولونو وهلو سره دغوره لوبغاړي په توګه اعلان شو .
ددې سیالیو اتله لوبډله طوفان هریرود ته ۷۵۰ زره افغانۍ، د سیمرغ البرز دویم مقام ته ۵۰۰ زره افغانۍ او د میوند اتلانو ته چې درییم مقام یې خپل کړ، ۲۵۰ زره افغانۍ انعام ورکړل شو.










