منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په ترافيکي پېښه کې ٣٦ ورزشکاران ټپيان او نهه مړه شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۸ کتنې

شبرغان (پژواک ٢٨ تله ٩١): چارواکي وايي، چې د شبرغان – مزارشريف پر لويه لاره د ترافيکې پېښې له امله د جوزجان ٣٦ ورزشکاران ټپيان شوي او او دوه موټر چلوونکو په ګډون ١١ مړه شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت د تلې په ٢٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د جوزجان د مرکز شبرغان څخه ٢٢ کيلومتره لرې، د شبرغان – مزارشريف پر لويه لاره د چغچي په سيمه کې رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، د جوزجان ياد ٤٩ ورزشکاران کابل ته د فوټبال د غوره ليګ د فاينل لوبې د نندارې او خپلو ورزشکارانو د هڅونې په موخه روان وو.

د روشن مخابراتي شرکت په مالي لګښت د فوټبال دغوره ليګ دا سيالۍ، چې په کې د هېواد د اتو زونونو لوبډلو برخه اخيستې وه، د وږي په ۲۸ مه، په کابل کې پيل شوې، چې نن يې د فاينل لوبه وه.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې ورزشکاران د قدرت بس ترانسپورتي شرکت په ٤٠٤ ډوله موټر کې سپاره وو، چې د مزار شريف له لوري د راتلونکي د تېلو ټانکر موټر سره يې ټکر وکړ او دواړو اور واخيست.

نوموړي وويل، چې د پېښې پړه د تېلو ټانکر چلوونکي پر غاړه ده، چې د ترافيکي قوانيو په نه مراعات سره يې له کوماز موټر څخه د مخکې کيدو هڅه کوله او دغه پېښه رامنځ ته شوه.

د ده په خبره، د ورزشکارانو شپږ مړي له دوى سره دي او تراوسه يې پېژندګلوي نه ده شوي، خو درې يې د خپلو کورنيو له خوا وړل شوي دي.

غيرت وايي، چې په دغه پېښه کې د جوزجان د المپيک امر عبدالغفار باتور او مرستيال يې محمد صديق فايق هم ټپيان شوي دي او د دواړو موټرو چلوونکي هم په بشپړ ډول سوځيدلي دي.

د جوزجان د ملکي روغتون مشر ډاکټر ميرويس اميني پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له پېښې ٣٦ ټپيان ور وړل شوي، چې شپږ يې برسېرن وو، د ٢٦ يې ټپونه ژور دي او د څلورو نورو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د پېښې يو ټپي ورزشکار جواد وايي، چې کله پېښه رامنځ ته شوه، نو موټر اور واخيست او په ډېرې چټکۍ سره پراخيده.

د هغه په وينا، په موټر کې ټول ٤٩ کسان ناست وو، چې يواځې څلور يې روغ پاتې وو او هغوى په موټر کې په بيړه اوسپنيز وسايل پيدا کړل او ښيښې يې ماتې کړې.

نوموړي زياته کړه، چې همدغه روغو کسانو ياد ټپيان له موټر ښکته کړل، کنه ښايي د وژل شويو شمېره نوره هم لوړه شوې واى.

جواد وويل: ((موږ په کابل کې د فوټبال د غوره ليګ سياليو د فاينل لوبې ته تلو او غوښتل مو، چې د دغې لوبې ننداره وکړو او د خپلې خوښې لوبډله وهڅوو.))

د جوزجان روغتيايي کارکوونکي وايي، چې په وروستيو اووه مياشتو کې په دغه ولايت کې ترافيکې پېښې ډېرې شوي، چې د جراحۍ ٣٠ سلنه مراجعين يې د ترافيکو پېښو وي.

د يادونې ده، چې تېره مياشت د کابل – کندهار پر لويه لاره په غزني کې د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ د يوه ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر او يوه ټېلر د ټکر په پايله کې ٥٣ تنه مسافر مړه شول او ٥ نور ټپيان شول، چې په دغه پېښه کې د کندهار پنځو ځوانو خبريالانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.