منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د سپرليو موټر سيند ته پرېوت

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۲ کتنې

چاريکار ( پژواک ٢٩ تله ٩١ ) : له باميان ولايت څخه کابل ته روان دسپرليو يو کاسټر موټر په پروان ولايت کې سيند ته پرېوتى دى.

د پروان د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل عبدالجبار کوهستاني د تلې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې له باميان ولايت څخه کابل ته روان دسپرليو يو کاسټر موټر د غوربند درې د سياګرد ولسوالۍ د چهارده سيمې د آبه کان په سيمه کې سيند ته پرېوتى دى.

د کوهستاني په وينا، په دې پېښه کې يوه مېرمنه مړه شوې او نهه نور کسان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، ټپي شوي دي.

نوموړي وويل چې مړه شوې ښځه او ټپيان د سيمې داوسېدونکو او پوليسو لخوا له سيند څخه وويستل شول.

د پروان د عامې روغتيا رييس محمد قسيم سعيدي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته نهه ټپيان راوړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.