ترينکوټ (پژواک ۱۰ لړم ۹۱): د اروزګان ولايت پوليس وايي، چې له يوه وسلوال مخالف سره يې شل زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد توکي پوليسو تېره شپه د ترينکوټ ښار اړوند په چرمستان سيمه کې ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې له دغو توکو سره يو وسلوال مخالف هم نيول شوى چې د ماين جوړولو ماهر دى.
د عايل په وينا، نيول شوي کس په بېلابېلو سيمو کې وسلوالو مخالفينو ته د ماينونو جوړولو زده کړې ورکولې.
نيول شوي چاودېدونکي توکي او وسلوال مخالف په امنيه قوماندانۍ کې خبريالانو ته وښودل شول.
په دغه مهال د پوليسو د يوې پوستې ساتنمن شاه محمد پژواک اژانس ته وويل، چې ياد توکي يې د يوه راپور پر اساس د ترسره شوو عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.
هغه زياته کړه، چې له يادو توکو سره نيول شوى وسلوال ملا روح الله نوميږي او په دې سيمه کې د استاد په نوم مشهور دى.
ملا روح الله له خبريالانو سره د خبرو پر مهال خپل جرم ومانه او زياته يې کړه، چې د پاکستان په کوېټې ښار کې يې درې مياشتې د ماين جوړونې زده کړې ترلاسه کړې دي.
هغه زياته کړه، چې ياد چاودېدونکي توکي يې له پاکستان څخه د څارويو په وسيله تر دې ځايه رارسولي دي.
ملا روح الله وايي، چې په پاکستان کې ورته دغه دنده ورکړل شوې وه چې له دغو توکو څخه به ماينونه جوړوي او همدارنګه به د ماين جوړولو په برخه کې به نورو کسانو ته هم زده کړې ورکوي.
د يادونې ده، دغه لومړي ځل دی چې په دغه ولايت کې د پوليسو له خوا په دومره کچه چاودېدونکي توکي نيول کېږي.