چغچران (پژواک ٢١ لړم ٩١): په غور کې د يوې ترافيکې پېښې له امله دوو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د د دغه ولايت د راډيو ټلوېزيون د يو چارواکي په ګډون پنځه تنه ټپيان شول.
دغه پېښه تېره ورځ مازديګر د غور د مرکز چغچران ښار ته څېرمه د ملي راډيو ټلوېزيون د يوې څانګې د مدير محمد ابراهيم صديقي د لنډکروزر موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوه.
د صديقي يوه خپلوانو ملا حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د واده د مراسمو پر مهال د صديقي موټر د بندباين له کلي چغچران ښار ته په لاره و.
هغه وويل، چې په دې پېښه کې د صديقي دوې خويندې مړې شوې او دى له خپلې ورېندارې او دوو ورېرو سره ټپي شوى دى.
د ده په وينا، صديقي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى، د درملنې لپاره هرات ته لېږدول شوى دى.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبى وايي، دغه پېښه د واده د موټرو له يو بل څخه د مخکې کېدو د سيالۍ له امله رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره ورځ هم په دغه ولايت کې دوه ترافيکي پېښې رامنځته ته شوې او له امله يې درې ماشومان ټپيان شول.
د والي وياند وايي، د موټرو ګړندى تګ او د سړک خرابوالى د دې ډول پېښو لاملونه دي.









