منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۸ غ.م
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

کرکټ بورډ خپل راتلونکي پلانونه د ولایاتو له استازو سره شریک کړل

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل ( پژواک ۲۳ لړم ۹۱ ) :  د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې  د راتلونکي زیږدیز کال  دلوبو د سخت مهال ویش لپاره یې  په هیواد کې دننه او له هیواده بهر د ملي لوبدلې لپاره د تمریناتو پلان جوړ کړی دی.

دغه څرګندونې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست  اجرايیوی رییس بشیر ستانکزي دلړم په ۲۳مه، په کابل کې د ولایتي استازو لپاره ددرې ورځني ورکشاپ په پای کې د کرکټ بورډ له عمومي رییس او سلاکار وزیر شهزاده مسعود سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې  راتلونکې اونۍ په ننګرهار ولایت کې د ملي لوبډلې لپاره روزنیز کمپ په لاره اچوي، چې د ملي او بهرني روزونکي ترڅنګ د لوبغاړو دروغ ساتلو په موخه دوه نور بهرني کسان هم نیولي دي.

نوموړی وایي چې د ملي لوبډلې د څلورو ناروغو لوبغاړو ، حمید حسن، شبیر نوري، میرویس اشرف او نور علي ځدران ددرملنې لپاره هم ځانګړی پلان جوړ شوی دی.

ستانکزي دغه راز وویل چې دیاد ورکشاپ پر مهال یې د ولایتونو او زونونو له مسوولینو سره دراتلونکي کال د پلانونو او ستراتیژیک پلان په اړه هم مشورې وشوې .

ده زیاته کړه چې دافغانستان کرکټ راتلونکی زیږدیز کال سخت مهال ویش لري چې په ګڼ شمیر نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي او نړیوال سفرونه به ولري.

د هغه په وینا، ددې ترڅنګ دوی د کورني کرکټ لپاره یو پیاوړی پلان د ملي لوبډلې د نړیوالو سفرونو  سره په مطابقت کې جوړ کړی، ترڅو د ملي لوبډلې لوبغاړي وکولی شي د کورني کرکټ په سیالیو کې هم برخه واخلي.

د کرکټ بورډ سرپرست اجرايیوی رییس وویل چې راتلونکی کال به دوی د چیلنج کپ او ایلیټ کپ ترڅنګ د ښوونځیو او کلبونو ترڅنګ بیلابیلې سیالۍ په لاره اچوي.

بشیرستانکزي وویل چې د کرکټ نړیوال شورا به دراتلونکي کال د می په میاشت کې دافغانستان ددویمې درجې (ایسوسي ایټ) په اړه مشوره کوي او د جون په میاشت کې به د کلنۍ غونډې پر مهال په  دې اړه وروستۍ پریکړه کوي.

د هغه په وینا، ددویمې درجې دغړیتوب لپاره  افغانستان ټول اړوند کارونه ترسره کړي او اړین اسناد یې د کرکټ نړیوال شورا ته لیږلي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس او سلاکار وزیر شهزاده مسعود د کرکټ بورډ مسوولینو ددې کار ستاینه وکړه، چې د ولایتي استازو لپاره یې دا ډول ورکشاب جوړ کړو.

هغه زیاته کړه چې په دې ورکشاپ کې د شمال، ختیځ ،سویل او لویدیځو ولایتونو استازو ګډون کړی و، چې دا پخپله دملي یووالی څرګندوی کوي.

شهزاده مسعود دیوې پوښتنې په ځوب کې وویل چې د کرکټ بورډ داجرايیوی رییس پست یې اعلان کړی او د ازادې سیالۍ له لارې به دې پست کې وړ تن مقرر کړي.

د شمال دامو زون مسوول ډاکټر فرید د افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې د لومړي ځل لپاره یې دوی ته دا ډول ورکشاپ په لاره واچولو.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل چې د کرکټ بورډ مسوولینو له دوی سره راتلونکي پلانونه شریک کړل او دوی هم پکې خپلې ستونزې په ډاګه کړې.