کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩١): د ورزشکارانو د ملي اتحاديې په نوښت په کابل کې د نجونو د واليبال سيالۍ د ښوونې او روزنې پوهنتون د نجونو د لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
دا سيالۍ درې ورځې مخکې د ٢٠٢ شمشاد زون قوماندانۍ په سالون کې پيل شوې وې، چې په کې پنځو لوبـډلو برخه اخيستې وه.
د ورزشکارانو د ملي اتحاديې مشر سيدمحمد ضياء دشتي د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سيالۍ نن د ښوونې او روزنې پوهنتون د نجونو لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
هغه زياته کړه، چې د دغو سياليو په پاى کې پر لوبغاړو او ګټونکې لوبډلې ډالۍ او جايزې هم ووېشل شوې.
د پاى په مراسمو کې د ٢٠٢ شمشاد زون قوماندان فضل الدين عيار وويل، دا سيالۍ د دې لپاره پر لاره اچول شوې وې، چې د ځوانانو، لوبغاړو او پوليسو ترمنځ ښې اړيکې او همغږۍ پيدا شي.
د نوموړي په وينا، په پلان کې لري، چې په راتلونکي کې هم دا ډول نورې سيالۍ پر لاره واچول شي، څو د پوليسو ورزشي وړتيا لوړه شي.
د يادونې ده، چې د ٢٠٢ شمشاد زون د الف لوبډلې، په دغو سياليو کې دويم مقام خپل کړ.
د دې ترڅنګ په سياليو کې د کابل د بدني روزنې لوبډلې، د الزهرا ټولنې لوبډلې او د ٢٠٢ شمشاد زون ب لوبډلې هم برخه اخيستې وه.










