خوست ښار (پژواک ٢ لېندۍ ٩١): په خوست کې پر يوه کور باندې د فېشېنګ د لګېدو له امله د کور ډېره برخه سوځېدلی او ډېر مالي زيان يې ورته اړولی دى.
دغه پېښه تېره شپه د دغه ولايت مرکز اړوند د متون د پټارې په کلي کې رامنځ ته شوه.
د سوځېدلي کور خاوند رحمت بادشاه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د يوې بجې په شاوخوا کې په خوست کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د چورلکې له لوري د دوی پر کور يو فېشېنګ وتوغول شو.
د هغه په وينا، ياد فېشېنګ د بام پر سر د لرګيو پر انبار باندې ولګېد، چې له امله يې لرګيو اور واخيست او نيم کور يې وسوځېد.
نوموړي زياته کړه، چې د کور درې کوټې، يو سراچه موټر، څلور غواګانې او ټولې غلې دانې يې په اور کې وسوځېدې، چې نږدې درې ميليونه افغانۍ زيان يې ورته اړولی دی.
ده له افغان امنيتي ځواکونو مننه وکړه، چې په توره شپه کې يې مرستې ته راغلل او د اور په وژلو کې يې ورسره ډېره مرسته وکړه.
د متون د پوليسو امنيتي حوزې مسوول دويم څارن سيدنظير پژواک اژانس ته ومنله، چې تېره شپه د متون د پټارې کلي په يو کور کې اور لګېدلى و، چې مالي زيان يې اړولی دی.
ده زياته کړه، که پوليسو يې په وژلو کې مرسته نه وای کړې، ښايي ټول کلی سوځېدلى واى.
نوموړي په دې اړه، چې ياد شوى اور د څه له امله لګېدلى و، بې خبري وښوده.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په خوست کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو نظر هم واخلو، خو بريالي نه شوو.
د پټارې کلي يوه سپين ږيري ګل حبيب پژواک ته وويل، ياد کور، چې اور په کې لګېدلی و، ډېر بې وزله او غريب خلک دي.
د هغه په وينا، که د دولت له لوري په دې ساړه ژمي کې ورسره مرسته ونه شي، نو حال به يې ډېر خراب وي.










