مزارشريف (پژواک ١١ لېندۍ ٩١): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې نهر ته د يوه موټر د لوېدو له امله شپـږ تنه، چې ځوانان وو، مړه شوي دي.
د بلخ ولسوال تيمورشاه فايز د لېندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام ناوخته د سمرقنديانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ياد کسان په واده کې د ګډون لپاره په يو سراچه موټر کې روان، چې سيند ته ولوېد.
ولسوال وايي، د سيمې د اوسېدونکو په مرسته شپږ مړي او يو تن په ټپي حالت کې له اوبو را ايستل شوي او د بلخ ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بلخ ولسوالۍ د کلينيک يوه ډاکتر محمدسردار پژواک ته وويل، چې دوى ته پنځه مړي او دوه ټپيان ور وړل شوي وو، چې يوه ټپي وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د هغه په وينا، د مړه شوو کسانو عمرونه د ١٨ او ٢٢ کلونو ترمنځ دي.










