ميدان ښار (پژواک ١٤ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په بېلابېلو ولسواليو کې د نښتو پر مهال يو طالب قوماندان نيول شوى او يو بل له دوه وسلوالو سره وژل شوى دى.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د لېندۍ په ١٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د چک ولسوالۍ په بنديانو سيمه کې د يوه راپور له مخې د ايساف د ځانګړو ځواکونو له لوري عمليات ترسره شول.
د هغه په وينا، د يادو عملياتو پر مهال نښته رامنځ ته شوه، چې په پايله کې يې دوه وسلوال ووژل شول او د سباوون په نوم يو طالب قوماندان ونيول شو.
دى وايي، چې د عملياتو پر مهال يوه پيکا،يو کلاشينکوف، لاسي بمونه او چاوديدونکي توکي هم له يادو شوو وسلوالو څخه بهرنيو ځواکونو ترلاسه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې نيول شوي طالب قوماندان په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وسلواله مبارزه کوله، چې دا مهال له ايساف ځواکونو سره دى او پلټنې ترې روانې دي.
د شاهد په وينا، د عملياتو پر مهال بهرنيو ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړي دغه راز وويل، چې تېره ورځ ناوخته د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدين سيمه کې د ملي اردو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.
د ده په خبره، د نښتې په پايله کې د امان جان په نوم يو طالب قوماندان ووژل شو او د ملي اردو ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.









