منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

هرات کې د ايران د قونسلګرۍ تړلو خلکو ته ستونزې پيدا کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

هرات (پژواک ۲۲ لېندۍ ۹۱): په هرات ولايت کې د ايران د قونسلګرۍ له تړل کېدو سره د يادې ادارې پر وړاندې د ويزه غوښتونکو ګڼه ګوڼه زياته شوې ده.

د ايران قونسلګري تېره ورځ مازديګر مهال وروسته له هغه وتړل شوه، چې يو شمېر لاريونيانو پرې د کاڼو ګوزارونه وکړل او په ايران کې يې د خپلو وژل شوو خپلوانو د جسدونوغوښتنه کوله.

له دغو لاريون کوونکو نه، چې ډېرى يې د کهسان ولسوالۍ او اسلام قلعه ښارګوټي اوسېدونکي وو، د ايران پر ضد يې شعارونه ورکول، دوی ادعا کوله چې ۱۳ افغانان د کسهان او ګلران سرحدي ولسواليو له لوري ايران ته د کار لپاره تلل، چې د اسلام قلعه سرحد ته نږدې د ايران په تی اباد سيمه کې ايرانيو سرحدي ساتونکو پر ډزو وژلي او هلته يې خښ کړي دي.

تېر ماښام په هرات کې د ايران د قونسلګرۍ د عامه اړيکو مامور مير سکندري وويل، چې قونسلګرۍ يې د لاريون کوونکو له خوا د زيان ور اړولو له وېرې تړلې؛ خو بېړنۍ چارې به يې هماغسې دوام ولري.

خو نن نږدې ۲۰۰ تنه د قونسلګرۍ مخې ته ليکه ولاړ وو او ځينو يې ويل، چې قونسلګري بنده ده او د دوی د ويزې اخيستلو چارې نيمګړې پاتې دي.

د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکی ۳۰ کلن عتيق الله، چې په لين کې ولاړ و، پژواک خبري اژانس ته وويل: “لس ورځې کېږی، چې هرات ته د ويزې اخيستو لپاره راغلی يم، ټوله فورمه مې ډکه کړې، تېره ورځ يا نن يې کار په خلاصېدو و، خو نن د قونسلګرۍ دروازه تړلې، نه پوهېږم چې څه ووايم.”

هغه زياته کړه، چې درې ورځې پرله پسې قونسلګرۍ ته راغلی، کارونه يې ترسره کړي، خواوس څوک نشته چې هو يا نه ځواب ورکړي.

عتيق الله ادعا وکړه، چې څو مياشتې وړاندې له ايرانه را ايستل شوی او اوس غواړي چې ايران ته د بېرته ورتګ ويزه واخلي.

ايران ټول هغه افغانان چې هلته د هستوګنې اسناد نه لري، را ايستلي او وايي، چې په خپل هېوادکې له ويزې اخيستلو وروسته دې بېرته ايران ته راشي.

د هرات اوسېدونکي ملا مروت، چې د قونسلګرۍ مخې ته ولاړ و، وويل: “دوولس ورځې کېږي چې له قونسلګرۍ د ويزې اخيستو په هڅه کې يم، زما کورنۍ په ايران کې ده، خوشحاله وم چې نن به ويزه واخلم او خپلې کورنۍ ته به ولاړ شم؛ خو اوس د قونسلګرۍ دروازه تړلې ده.”

دې له تېرو دوولسو ورځو راهيسې په کرايي کوټه کې اوسېږي او هره شپه ۲۰۰ افغانۍ کرايه ورکوي، کومې پيسې چې ورسره وې، په ډوډۍ يې لګولې او اوس که ويزه هم ورکړل شي؛ نو مجبور دی چې د لګښتونو لپاره سوال ته مخه کړي.

ملا مروت هم وويل، چې له ايرانه را ايستل شوی او غواړي د بېرته ستنېدو لپاره اسناد ترلاسه کړي.

د ويزو اخيستو په ډله کې ښځې هم تر سترګو کېدې، خو د پژواک له خبريال سره يې له مرکې ډډه وکړه، دوی په داسې حال کې چې په غوسه وې، د سر په ښورولو سره يې وويل، چې مرکې ګټه نه لري.

د قونسلګرۍ د عامه اړيکو مامور وويل، دوی د فورمې ډکول او ويزه ورکول تر دويم امر پورې درولي او دا هم له وخت وړاندې ده چې د بيا پيل په اړه يې څه ووايي.

خو دوه افغان امنيتي مامورين، چې د ايران قونسلګرۍ په ښيښه يي غرفه کې د سهار چای په څښلو بوخت وو، د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د قونسلګرۍ د بېړنيو چارو څانګه کار ته ادامه ورکوي کنه؟ ويې خندل او زياته يې کړه، چې له څلورو راهيسې، چې کله لاريون شوى، تر اوسه پورې د مراجعينو يو کار هم نه دی شوی.

بلخوا بيا د هرات د والي وياند محی الدين نوري وويل، د ايران د قونسلګرۍ له خوا د ولايت مقام ته په يوه را استول شوې اعتراضيه کې د لاريون کوونکو له خوا په ډبرو د قونسلګرۍ ويشتل يو ناوړه او سپک عمل بلل شوی دی.

هغه زياته کړه، چې دغه اعتراضيه ليک يې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت اړوندې څانګې ته سپارلی او ځواب به يې له ډيپلوماتيکي لارو ورل کړل شي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې د قونسلګرۍ په دروازه او دېوالونو د ويجاړۍ او زيان هېڅ ډول نښې نه ترسترګوکېږي او يواځې يوه توره جنډه، چې د محرم د لسمې نېټې په مناسب را ځوړنده وه، د لاريون کوونکو له خوا څېرې شوې ده .

د لاريون پر مهال پوليسو هم ويلي وو، چې په هوايي ډزو يې د لاريون کوونکو د ډبرو ويشتلو مخه نيولې او د قونسلګرۍ ته زيان نه دی رسېدلی.