چغچران(پژواک٢٦ليندۍ٩١): په غور ولايت کې ډيرى د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين د زورواکو او غير قانوني وسلوالو قوماندانانو سيمو ته پناه وړي.
دغور والي سيد انور رحمتي، نن په يوه غونډه کې، چې دبشري حقونو د ادارې او د ولايت مقام له خوا د ناموسي قتلونو او دجنسي تيريو په اړه جوړه شوې وه وويل، دا کسان ددې لپاره، چې د قانون له منګلو څخه په امن کې وي،هغو سيمو ته ځي، چې د وسلوالو طالبان او غير قانوني وسلوالو قوماندانو تر ولکې لاندې وي.
هغه زياته کړه، چې طالبان او غير قانوني وسلوالې ډلې دبشر حقونو دنقض او جګړولامل کيږي او په خپلسرو محکمو کې د خلکو د سرنوشت رقم ټاکي.
که څه هم هغه کوم نوى مثال وړاندې نکړ؛ خو درې کاله وړاندې يوه ښځه هغه وخت دغور ولايت په دولينه ولسوالۍ کې په دورو ووهل شوه، چې يوغير قانوني وسلوال قوماندان فضل الاحد د هغې د وهلو حکم صادر کړ، چې د هغه دا کار د بشر حقونو او د مدني ټولنو له سخت غبرګون سره مخ شو.
دغور امنيتي چارواکو څو موده مخکې ويلي وو، چې ١٥٠ غير قانوني وسلوالې ډلې په دې ولايت کې فعاليت لري،چې دبشري حقونو د نقض او د نا امنيو لامل کرځيدلې دي.
په همدغې موده کې يوتن، چې يوه ښځه يې تيره اونۍ په دولتيار ولسوالۍ کې وژلې وه، ددولت له کنټروله وتلې سيمې ته تښتيدلى ده.
ددولتيار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ناظر حسين پژواک اژانس ته وويل:” قاتل د ولسوالۍ شمال لوري ته تښتيدلى ده، کوم ځاى کې، چې زورواکي او غير قانوني وسلوال قوماندانان حاکم دي .
خوهغه زياته کړه، سره له دې هم امنيتي چارواکي په دې لټه کې دي، چې قاتل ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.
د ناظر حسين دمعلومات له مخې، دا ميرمن چې درې ماشومان يې درلودل او ددولتيار په سنګ سور کلي کې يې ژوند کاوه، هغه وخت د ورور له خوا ووژل شوه، چي ګاونډيانو يې ورته شکايت کړى و، چې دې ميرمنې ورسره جنګ کړى دى.
له بلې خوا، دغور دښځو چارو رياست ددغې ميرمنې قتل په کلکه وغانده اوله دولت څخه يې وغوښتل، چې ددې پيښې قاتل ژر ترژره ونيسي .
دغور ولايت دښځو چارو رياست د حقوق مديرې هاجرې حسن زاده پژواک اژانس ته وويل،چې په دې ولايت کې دا يولسم قتل دى، چې ميرمنې په کې وژل کيږي.
هغې زياته کړه، چې سږ کال دښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي٣٣ پيښې ثبت شوي ،چې شپږ قتلونه او پنځه يې ځان وژنې دي؛ په داسې حال کې چې په تير کال کې څلور ميرمنې وژل شوې دي.
ميرمن حسن زاده هم د نا امنيو دلايل د غير قانوني وسلوالو شتون او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو پيښې نه سپړل وبلل او زياته يې کړه:” د همدې له مخې د تاوتريخوالي عاملين په ازاده توګه ګرځي اود مصون پاتې کيدو لپاره د زورواکو سيمو ته تښتي.”
دا په داسي حال کې ده، چې د افغانستان دبشري حقونو د خپلواک کميسيون دښځو دحمايت او پرمختګ څانګې کميشنره ثريا صبحرنګ درې اونۍ وړاندې په کابل کې ويلي و،چې ډيرى د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين د جرم له کولو وروسته هغو سيموته تښتي، چې د دولت له ولکې څخه وتلې وي.