کندهارښار(پژواک٣٠ليندۍ٩١): په کندهار کې نن مازديګر ناوخته د اداري فساد پر ضد د فري فايټ ازادې لوبې سيالې وشوې، چې د کندهار ښار او ولسواليو پنځو کلبونو پکې برخه لرله.
دغه سيالۍ د کندهار په ورزشي سټديوم کې جوړې شوې وې، چې ګڼ شمېر مينه وال يې نندارې ته راغلي وو.
د کندهار ولايت د بدني روزنې آمر محمد الله ګلالي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اداري فساد پر ضد د فري فايټ لوبې سيالۍ د کندهار ښار او ولسواليو د پنځو کلبونو تر منځ وشوې.
هغه زياته کړه، په دغو سياليو کې ٦٠ تنو ځوانو لوبغاړو ګډون درلود.
د نوموړي په وينا، د دغې سيالۍ موخه له اداري فساد څخه کرکه او د دغه ناوړه کار له منځه وړل دي، تر څو له دې لارې خلکو ته دا پيغام ورسول شي، چې اداري فساد يوه بده پديده او پر وړاندې يې مبارزه کوله په کار دي.
دى وايي، په ننيو سياليو کې د پنځو کلبونو تر منځ د اصف کريمي کلب لومړى مقام تر لاسه کړ، چې د بدني روزنې د امريت له لورې ورته جايزې ورکړل شوې.
د ده په خبره، دا چې په کندهار کې د فري فايټ په نوم لوبه د تېر يونيم کال راهيسې دود شوې، د سياليو يوه موخه دا هم وه، چې په دغه ولايت کې د فري فايټ لوبې منتخبه لوبډله ولري.
د اصف کريمي په نوم د فري فايټ د يوه کلب مسوول، چې لوبغاړو يې په ننيو سياليو کې لومړى مقام تر لاسه کړى و، پژواک ته وويل، دا لومړى ځل دى، چې په کندهار کې د فري فايټ لوبې سيالۍ تر سره کېږي.
دى وايي، په ټولنه کې د ناسمو پديدو او دودونو پر وړاندې د لوبو دغه راز سيالۍ جوړول خلکو ته ښه پېغام لېږدولى شي.
خو هغه غوښتنه وکړه، چې مسوولين دې په دغه ولايت کې ورزش ته ډېر پام واړوي او د ځوانانو ته د سالمو بوختياوو د برابرولو په برخه کې جدي کار او هلې ځلې وکړي.









