کابل ( پژواک ۳ مرغومی ۹۱) : دفوايد عامې وزارت دسالنګو په ګډون دطبيعی پېښو له امله ۳۰۰ زيان منونکي ځايونه په نښه شول ، دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د وروستۍ واورې ښوېيدنې له امله شپږ تنه مړه شوي دي .
دفوايد عامې وزارت د ترانسپورټي بنسټونو اوساختماني مرستيال انجينر احمد شاه وحيد نن ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل ، چې دغه زيان منونکې سيمې په ۲۳ ولايتونو کې تثبيت شوي او په ژمي کې به له طبيعي پېښو سره مخ وي .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، له دغو ولايتونو څخه ډېر يې غرنۍ او سختې لارې لري ، چې فوايد وزارت يې له را رسېدو وړاندې دمخنيوي په موخه له خصوصي سکتور سره قرار دادونه لاسليک کړي دي .څو دغه ساحې دستونزو پر مهال له واورو پاکې کړي .
انجنير وحيد زياته کړه، چې په روان کال کې لکه څرنګه چې وړاندوينه شوې ، په زيان منونکو سيمو کې به زياتې ستونزې ونه لري ، خو بيا يې هم لا له وړاندې امنيتي تدابير نيولي ، ځکه چې د اټکل شوو پېښو د رامنځته کېدو پر مهال ستونزې نه شي ردولای .
د وزارت دغه چارواکي وويل ، چې سالنګ لويه لار هم يوه له هغو نښلوونکو لارو څخه ده ، چې په تېر کال کې پکې زياتې ستونزې موجودې وې ؛ خو سږ کال يې زيات تدابير ورته نيولي دي .
سالنګ يوه له مهمو لويو لارو څخه ده ، چې کابل له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي .
دسړې هواپه موسم کې کله کله د واروې ښوېيدنې له امله ددغې لارې بندښت دخونړيو پېښو سبب ګرځي ،چې تر ټولو لويه هغه يې په ۱۳۸۸ کال کې په جنوبي سالنګ کې دسخت توفان او واورې ښوېيدنې په سبب رامنځته شوه ، چې ۱۷۰ تنه پکې مړه او ۱۲۵ نور ټپيان شول .
وحيد زياته کړه ، چې وزارت يې دم ګړۍ مجهز وسايط په واک کې لري ، خو د سالنګونو دستونزو حل ته بسنه نه کوی .
هغه زياته کړه ، چې په دې برخه کې جاپان ورسره د اتو kraz ډوله واسطو مرسته کړې ، چې درې يې نن وزارت ته وسپارل شول او دسالنګ د واورو په پاک کارۍ کې به ترې کار واخلي .
هغه زياته کړه ،چې پاتې پنځه نور ماشينونه به ډېر ژر هېواد ته را ورسېږي ، چې درې نور يې هم دسالنګ او دوه دغور ولايت لپاره ځانګړي شوي دي .
انجينر وحيد زياته کړه ، ددغو وسايطو ټولييز ارزښت ٨،١ ميليون امريکايي ډالر کېږي ، چې په واوره پاکوونکي ، ريګ او مالګې شيندلو برخو مجهز دي .
په افغانستان کې دجاپان دسفارت استازي سيجی اوکادا په دغه خبري غونډ ه کې وويل ،چې هېواد يې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرسته کړې ، داچې دوی په تېرو کلونو کې دګڼو طبيعي پېښو شاهدان دي ؛ نو دهغو دمخنيوي لپاره يې زياته تجربه تر لاسه کړې ده .
ده دخپلو دغه مرستو موخه ، دطبيعي پېښو پر وړاندې چمتو والی او دلويو لارو په اوږود کې دانساني مرګ ژوبلې مخنيوی وباله او زياته يې کړه ، چې په زيان منونکو سيمو کې په دغه وسايطو ټولې ستونزې حل نه ، خو تر يوې اندازې کمې شي .
دا په داسې حال کې ده ،چې دطبيعی پېښو پر وړاندې دچمتو والي ادارې مرستيال محمد اسلم سياس ، په سمنګان او بدخشان ولايتونو کې دواورې دوروستيو ورښتونو او کورونو دچت لوېدو له امله ، دشپږو کسانو دمړينې او دوو ټپي کېدو خبر ورکوي .
هغه هم وويل ، چې په تېرو کلونو کې په سالنګ کې پېښې رامنځته شوې ، خو دجاپان دمرسته شوو وسايطو له امله به په روان ژمي کې دغه پېښې تر يوې اندازې کمې شي .
دطبيعي پېښو پر وړاندې دچمتو والي ادارې دمعلوماتو له مخې ، تېر کال د ژمي په اوږدو کې ، دسړې هوا ، واورې ښوېيدنې او سېلابونو له امله ، په ټول هېواد کې ۱۳۴ تنه وژل شوي، ۱۲۰ ټپيان او ۸۴۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې دي .










