منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل ښار کې اور لګېدنې زيانونه اړولي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

کابل ( پژواک ٣ مرغومى ٩١) : د کابل ښار په يوه سوداګريز مارکېټ کې د تېرې شپې اور لګېدنه اوس هم دوام لري او ګڼ زيانونه يې اړولي دي.

په کابل کې د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال محمد داوود امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د لومړۍ حوزې اړوند په ناصري سوداګريز مارکېټ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د اور لګېدنې له امله د جامو په لسګونو پلورنځي سوځېدلي او د دې ترڅنګ يې ګڼ نور مالي زيانونه هم اړولي، خو مرګ ژوبله نه لري.

امين زياته کړه، چې اوس هم د اور لګېدنې له ځايه دودونه پورته کيږي او لا يې د پلټنې ډله د پېښې ځاى ته نه ده داخل شوې.

د سرچينې په وينا، د اور لګېدنې لامل تر دمګړۍ نه دى معلوم، خو ښايي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې وي.

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ مرستيال وايي، چې دغه اور لګېدنه شهزاده سرای ته څېرمه رامنځ ته شوې، د اطفايې په ډېرو هڅو اور مړ شو، خو که د اور مخه نه واى نيول شوې ښايي د شهزاده سراى ته هم رسېدلى واى.

د کابل د اطفايې مدير سمونوال محمدکاظم هم وويل، چې د اطفايې ډله په ساحه کې ده، اور مړ شوى او اوس (اته نيمې بجې) يواځې دودونه معلوميږي.

هغه زياته کړه، چې د اور لګېدنې لامل ښايي د ګازډبې د چاودنې له مله وي.

خو د پژواک خبري اژانس خبريال د پېښې له ځاى څخه د عينې شاهدانو له قوله وايي، چې اور لګېدنه اوس هم (له غرمې مخکې لس بجې) دوام لري.

د عزيزالله په نوم يوه هټۍ وال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه مارکېټ کې نږدې ۴۰۰ د جامو پلورنځي شته، چې په غالب ګومان به ټول سوځېدلي وي.

هغه وايي، چې د شپې دوه بجې يې د پېښې ځای ته ځان رسولی، خو چې د خپلې هټۍ د مالونو د ژغورنې لپاره يې مارکېټ ته هر څه د ننوتو هڅه وکړه؛ امنيتي ځواکونو يې مخنيوی وکړ.

هغه اندېښنه څرګنده کړه، چې د هټۍ ټول مال يې د پنځوس زره امريکايي ډالرو ارزښت لري او ممکن ټول سوځېدلي وي.

نور جزئيات به وروسته خپاره شي.