منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

اروزګان کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو يوه افسر ځانوژنه کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک ٤ مرغومى ٩١): د افغانستان په اروزګان ولايت کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو يو افسر مړ موندل شوى او ويل کېږي چې ځان وژنه يې کړې ده.

د امريکا د دفاع وزارت د مرغومي په څلورمه اعلان کړى، چې دغه سرتېرى په اروزګان ولايت کې مړ موندل شوى او د هغه د مړينې په اړه څېړينې پيل شوې دي.

سرچينې زياته کړې، چې ٤٢ کلن قوماندان جاب پرايس د امريکا د پنسلوينيا ايالت اوسېدونکى و او د تېرې شنبې په ورځ يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د دفاع وزارت ويلي، چې دغه ټپونه ورته د جنګ پر مهال نه وو اوښتي.

بلخوا امريکايي رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى، ډېر امکان لري، چې نوموړي افسر ځانوژنه کړې وي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سرتېرى واده لري او يوه لور ترې پاتې ده او له ١٩٩٣ زېږديز کال راهيسې يې په ځانګړو بحري ځواکونو کې دنده ترسره کوله.