منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار کې د يخنۍ له امله د تنفسي ناروغيو کچه لوړه شوې ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

 کندهار ( پژواک ١٠ مرغومى ٩١ ) : په کندهار کې سختې يخنۍ د تنفسي ناروغيو کچه لوړه کړې، بلخوا د ښوونځيو زده کوونکي وايي، چې د سون توکو د نه رسېدو  له امله  په سمه توګه زده کړې نه شي کولاى.

  کندهار چې د هېواد په کچه د ژمي په موسم کې د نسبتا د ښې هوا لرونکى بلل کېږي، خو سږ کال پکې ژمى سوړ او کله کله پکې د يخنۍ درجه تر منفي څلورو لوړېږي.

 د يخنۍ زياتېدو د کندهار اوسېدونکي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

 د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي، چې د سړې هوا له امله د پخوا په پرتله د تنفسي ناروغيو کچه تر ٥٠ سلنه لوړه شوې ده.

 هغوى وايي، دغه روغتون چې د حوزې په کچه دى، هره ورځ ورته په لسګونو کسان راوړل کېږي، چې ډېر يې د ستوني درد، زکام، تبې او د سينې په ناروغيو اخته شوي وي.

 د ميرويس روغتون د کوچنيانو د څانګې مشر ډاکټر محمد صديق د مرغومي په ١٠مه، پژواک اژانس ته وويل، چې هغه هره ورځ په خپله څانګه کې له ١٢٠ تر ١٤٠ ماشومان معاينه کوي، چې ډېرې يې د سړې هوا له امله په تنفسي ناروغيو اخته وي.

 دغه ډاکټر سپارښتنه کوي، چې کورنۍ دې خپل واړه ماشومان له سړې هوا وژاغوري، ځکه تنفسي ناروغۍ د ماشومانو لپاره ډېرې خطرناکې دي.

 خو بل خوا د دې ولايت عام اوسېدونکي وايي، چې له يوې خوا د سون توکو بيه لوړه ده او له بلې خوا برېښنا هم نشته، چې خپل کورونه او د اوسېدو کوټې ورباندې ګرمې وساتي.

 د کندهار ښار د ميرويس مېنې يوه اوسېدونکى محمد ناصر وايي، خلکو له پخوا څخه په کندهار کې ژمي ته هومره تياري نه نيس، ځکه دلته يخني زياته نه وه.

 دى وايي، خو اوس د تېرو کلونو په پرتله دلته د يخنۍ کچه لوړه شوې، چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د نوموړي په وينا، د کندهار ډېر اوسېدونکي دومره توان نه لري، چې په ګرانه بيه د سون توکي واخلي، له بله پلوه، برېښنا هم نشته، چې له امله يې سږ کال ژمى ډېر سخت کړى دى.

 بل پلو د کندهار د ګڼو ښوونځيو زده کوونکي وايي، چې تر اوسه لا هم ورته د سون توکي نه دي رسېدلي، د ټولګيو کړکۍ يې هيندارې نه لري، چې له امله يې د هغوى پر زده کړو اغېز کړى دى.

زده کوونکي وايي، له همدې امله په ورځو ورځو اړ کېږي، چې ښوونځيو ته لاړ نه شي، چې له همدې امله په ښوونځيو کې د زده کوونکو شمېر کم شوى دى.

 د دوى په وينا، تر دې وړاندې به د پوهنې رياست د ژمي په سمو کې ښوونځيو ته د سون توکي او بخارۍ چمتو کولې، خو سږ کال يې دا کار نه دى کړى.

 د کندهار تېمور شاهي، عينو منځنى، مشرقي، صوفي ذکور او ګڼې نورې هغه ليسې او ښوونځي دي، چې زده کوونکي يې له دغه راز ستونزو سره مخ دي.

 د تېمور شاهي ليسې د څلورم ټوګلي زده کوونکى اورانوس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سړې هوا له امله نه شي کولاى په سمه توګه له ښوونکي څخه درس زده کړي.

 دى وايي، څو ځلې يې د ليسې مدير او ښوونکو ته ويلي، چې هغوى ته دې د سون توکي برابر کړي، خو تر اوسه دا کار نه دى شوى.

د نوموړي په وينا، ډېر مهال زده کوونکي د يخنۍ له امله يا خو ناوخته ښوونځي ته راځي او يا هيڅ نه راځي چې د هغوى د زده کړې پر بهير يې بد اغېز کړى دى.

 د يو شمېر ليسو او ښوونځيو ښوونکي هم دا مني، چې د سون توکي ورته نه دي برابر شوي، دغه راز په ګڼو ښوونځيو کې د څوکيو او فرشونو له نشتوالي هم سر ټکوي.

 د کندهار د پوهنې رئس شېر اغا صافى هم د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې مني، خو وايي چې اوسمهال يې په ښار کې دننه ٣٨ ښوونځيو ته بخارۍ او د سون توکي چمتو کړي او دا لړۍ روانه ده.

 خو د يو شمېر ښوونځيو مسوولين وايي، چې هغوى ته ورکړل شوي د سون لپاره بوټي لانده دي او سمه ګټه نه ترې اخيستل کېږي.