منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

ډاکټر عبدالصمد حامد وفات شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل ( پژواک ١٠ مرغومى ٩١ ) : د هېواد وتلى سياستوال او پخوانى مرستيال صدر اعظم عبدالصمد حامد د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

په کابل کې د هغه خوريي خالد رشيد د مرغومي په لسمه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډاکټر عبدالصمد حامد تېره شپه په جرمني کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٨٣ کلونو په عمر  وفات شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د نوموړي جسد به د راتلونکې چهارشنبې يا پنجشنبې په ورځ کابل ته راوړل شي او دلته په هېواد کې دننه به خاورو ته وسپارل شي .

عبدالصمد حامد د پخواني مرستيال صدراعظم، د پلان پخواني وزير  او د کابل پوهنتون د رييس په توګه يې دندې ترسره کړې دي.

نوموړى ددې ترڅنګ د افغانستان د اساسي قانون يوتن ليکوال، قانون پوه او دسياسي بصيرت او پوهې خاوند و.

دى په اصل کې د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکى و او بيا کابل او مشرقي ته راغلى وو .

ډاکټر عبدالصمد خان د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.