کابل (پژواک ۱۳ مرغومی ۹۱): ترکي رسنيو د پنځه افغان محصلينو د مړيني خبر ورکړى، خو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې دوى د يادو افغانانو په اړه، چې محصلين دي او کنه، څېړنې کوي.
د ترکي چاپ Todays zaman ورځپاڼې خبر ورکړى، چې تېره ورځ پنځه افغان محصلين په استنابول ښار کې د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي.
يادې رسنۍ د پېښې سيمې د ځايي چارواکو له قوله ليکلي، چې يادو محصلينو د استانبول ښار په زيتونبورنو سيمه کې د يوې څلور پوړيزې ودانۍ د وروستي پوړ يو کور په کرايه نيولى و.
د سرچينې په وينا، چې پوليس، اطفائيه او روغتيايي کار کوونکي سيمې ته رسېدلي او په استانبول ښار کې امنيتي مسوولينو خبريالانو ته ويلي، چې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته هم د پنځو افغانانو د مړينې خبر رسېدلى، خو دا چې څوک دي، په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د يادونې ده، له لس زرو څخه زيات افغان محصلان په بېلابېلو هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۳۷۶ تنه په ترکيه او هند کې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې د افغان حکومت په لګښت زده کړې کوي.










