اسلام اباد (پژواک ١٧ مرغومى ٩١) د پاکستان د مذهبي سياسي ګوند جماعت اسلامي پخوانى مشر قاضي حسين احمد د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
نوموړى چې له تېرې څه مودې راهيسې د زړه په ناروغۍ اخته و، تېره ورځ يې روغتيايي حالت خراب او د درملنې په موخه اسلام اباد ته غوښتل شوى و.
د هغه زوى لقمان قاضي نن (د مرغومي ۱۷مه) اعلان وکړ، چې پلار يې د اسلام باد په يوه شخصي روغتون کې د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.
نوموړي زياته کړې، چې د جنازې مراسم به يې نن له غرمې وروسته د پېښور ښار په جناح پارک کې ترسره شي.
قاضي حسين احمد په ۱۹۳۸ زېږديز کال کې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د نوښار ولسوالۍ د زيارت کاکا صاحب په سيمه کې زېږدلى دى.
هغه له ۱۹۸۰ کلونو راهيسې د پاکستان په عملي سياست کې برخه ا خيستې او څو وارې د پاکستان د سنا او ولسي جرګې د غړي په توګه پاتې شوى دى.
دغه راز هغه د جماعت اسلامي د سياسي مذهبي ډلې د مشر په توګه څلور ځلې ټاکل شوى دى.
پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د ده په مشرۍ د جماعت اسلامي ګوند د افغانستان د جهاد کلک ملاتړ اعلان کړ او بېلابېل ډول مرستې يې کولې او د مجاهدينو له ګوندونو سره يې نږدې اړيکې درلودې.
خو په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو پر ضد د امريکا د پيل شوو عملياتو کلک مخالفت يې کولو او د ترهګرۍ پر ضد جګړه يې دروغ باله.
دوه مياشتې مخکې په مومندو ايجنسۍ کې پر هغه ځانمرګي بريد وشو، خو دى ترې روغ وتلى و.
درې مياشتې مخکې ولسمشر کرزي په سوات کې پر ملاله يوسفزۍ د پاکستاني طالبانو له بريده وروسته د افغانستان د شخړې او په سيمه کې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ د له منځه وړلو په موخه د قاضي حسين احمد په ګډون پاکستاني سياستوالو ته ليکونه لېږلي وو.
تېره مياشت نوموړي د ولسمشر کرزي د ليک ځواب ورکړ او د افغانستان د شخړې د هوارۍ لپاره د بين الافغاني خبرو اترو او يا لويې جرګې وړانديز وکړ.
هغه زياته کړې وه: ((هېڅوک په افغانستان او پاکستان کې د زرګونو ملالو په وژنې چې د بهرنيانو د لاسوهنې له امله وژل شوې، له تاسو ډېر متوجه نه دي.))
قاضي حسين احمد په افغانستان او سيمه کې ټولې ستونزې د بهرنيانو د لاسوهنو له امله بللې او ټينګار يې کاوه چې په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره بايد د بهرنيانو د لاسوهنو مخنيوى وشي، خو نوموړي د کوم بهرني هېواد نوم نه و اخيستى.










