منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

شل ټنه کېنو د سالنګ سيند خوراک شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

پلخمري (پژواک ۱۸ مرغومی ۹۱): د بغلان به خنجان ولسوالۍ کې د يو ټېلر موټر د اوښتو له امله ۲۰ ټنه کېنو د سالنګ د سيند خوراک شوې.

د خنجان ولسوال محمدحليم حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ټېلر له کابل څخه شمالي ولايتونو ته کېنو لېږدولې چې تېره نيمه شپه د تخنيکي ستونزو له امله په ملخان سيمه کې چپه شو.

کېنو له پاکستانه هېواد وارديږي، چې دې ځايه بيا شمالي ولايتونو، تاجکستان، ازبکستان او د مرکزي اسيا ځينو نورو هېوادونو ته صادريږي.

د خنجان ولسوال زياته کړه، چې  ياد ټېلر له اوښتو مخکې د خوراکي توکو له دوو هټيو سره ټکر کړى او هغه زيانمنې کړې، خو مرګ ژوبله نه لري.

حيدري زياته کړه، چې په ټېلر کې بار شل ټنه کينو سالنګ سيند ته غورځېدلې دي.

د سيمې يوه هټۍ وال عزيزالله پژواک ته وويل، چې ټېلر ډېر په تېزۍ سره راغی، د ده له پلورنځي سره يې ټکر وکړ او د ده ټول توکي تر ټېلر لاندې شول.

هغه زياته کړه، چې هټۍ والو د ځان تودولو لپاره په بل کړي اور راټول وو او له همدې امله چا ته زيان نه واوښت.

دغه هټۍ وال زياته کړه، چې د ټېلر چلوونکی او کلېنر د خلکو په مرسته له موټر نه را وايستل شول او د بېښوښۍ په حالت کې يې روغتون يوړل.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په خنجان ولسوالۍ کې يې د بهرنيو ځواکونو پر دوو يخچالي کانټينرو بريد کړی او سوځولي يې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم په دې ولسوالۍ کې دوه ټانکرونه   د ګازډبې له امله په لګېدلي اور کې وسوځېدل، خو هماغه مهال طالبانو ادعا کړې وه، چې دغه موټر د دوى له خوا په بريد کې سوځول شوي دي.