کابل (پژواک ١٨مرغومى ٩١): د کابل د قره باغ ولسوالۍ په ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شول.
د کابل ولايت د قره باغ ولسوال محمدحنيف صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د قره باغ په ماشين اب سيمه کې د کرولا او سراچه ډوله موټرو د جنګېدو له امله رامنځته شوه.
د ده په وينا، د کرولا له سپرليو څخه دوه تنه او د سراچې له سپرليو څخه يو تن مړ شوى او د سراچې له سپرليو دوه تنه ټپيان دي.
هغه وويل، د سراچې سپرلۍ د پروان د بګرام ولسوالۍ او د کرولا سپرلۍ د پروان د مرکز چاريکارو اوسېدونکي او ټول لويان نارينه دي.
دى وايي، د پېښې ټپيان د درملنې لپاره د کابل ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ايمرجنسي روغتون د اداري چارو مسوول نجيب الله پژواک ته وويل، چې ياد شوي ټپيان دې روغتون ته وروړل شوي وو.
خو دى وايي، دغه ټپيان اوس د کابل د علي اباد روغتون ته لېږدول شوي، ځکه چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ و.









