کندهار (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): په کندهار ښار کې د بهرنيو ځواکونو موټر درې ملکي وګړي وهلي، چې يو مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
عيني شاهدان وايي، پېښه نن )د مرغومي ٢٠مه( تر غرمې مخکې د څلورمې ناحيې اړوند د خوجک بابا په سيمه کې هغه مهال وشوه، چې د بهرنيو ځواکونو د پوځي کتار يوه موټر له زرنج موټر سايکل سره ټکر وکړ.
د ښار اړوند د څلورمې ناحيې د يوې امنيتي پوستې قوماندان څارن ميرزا خان پژواک خبري اژانس ته وويل، يو زرنج موټرسايکل د وچې مېوې له سراى څخه د راوتو په حال کې و، چې د بهرنيو ځواکونو له موټر سره يې ټکر وکړ.
دى وايي، دغه موټر د کندهار ښار ختيځ لورې ته په ډېره تېزۍ روان وو.
د نوموړي په وينا، په پېښه کې زرنج چلوونکى ځاى پر ځاى وژل شوى، دوه سپرلي يې ټپيان او روغتون ته وړل شوي دي.
د کندهار د ترافيکو مدير سمونمل محمدالله خان د پېښې پخلى کوي او وايي، سيمې ته يې د څېړنې پلاوى لېږلى او وروسته به رسنيو ته معلومات ورکړي.
هغه هم ومنله، چې په دې پېښه کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.