کندهار (پژواک ٢٠ مرغومى ٩١): په کندهار کې د بې کيفيته تېلو او د خلکو د بې غورۍ له امله په تېرو دوو مياشتو کې د سوځېدنې ١٣٦ پېښې شوې، چې له امله يې ١٠ تنه مړه او ٣٥ نور دايمي معيوب شوي دي.
دغه پېښې تر هغه وروسته زياتوالى مومي، چې له يوې خوا ساړه ډېر شوي او له بلې خوا برېښنا هم ډېره لږه ده.
د کندهار د ميرويس روغتون مشر ډاکټر محمد داوود فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ژمي له سړې څپې سره په کورونو او استوګنځايونو کې د اورلګېدنې پېښې ډېرې شوې دي.
هغه زياته کړه، په تېرو اتو اونيو کې ميرويس روغتون ته د دغه راز پېښو پر مهال ١٣٦ تنه ور وړل شوي، چې ١٠ يې مړه او ٣٥ نور دايمي معلول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په سوځېدلو کې ښځې، کوچينان او لوى سړي شامل دي.
فرهاد په کندهار کې د سوځېدو د پېښو د زياتوالي لامل د اور لګولو پر مهال بې غوري، د بې کيفيته تېلو، ګازو او نورو سون توکو کارول بولي.
د کندهار ښار ګڼ شمېر عام اوسېدونکي هم وايي، چې د بېلابېلو لاملونو له مخې په دغه ولايت کې د سوځېدنې پېښې زياتې شوې دي.
خلک وايي، تر ډېره په کورونو او استوګنځايونو کې هغه تېل کارول کېږي، چې په ښار کې په ارزانه پلورل کېږي.
د کندهار د دويمې ناحيې يوه اوسېدونکي اکرام پژواک اژانس ته وويل، ګڼ شمېر خلک د خونو
تودولو لپاره په ښار کې پيدا کېدونکي ارزانه تېل اخلي او دا هغه تېل دي، چې له بهرنيو ځواکونو سره قراردادي افغانان او موټر چلوونکي يې د بهرنيو له اډو څخه را غلا کوي او په ښار کې يې پر خلکو په ارزانه بيه پلوري.
دى وايي، په دې کې ان د الوتکو T1 تېل هم شامل دي، چې تر نورو ډېر حساس او ژر اور اخيستونکي دي.
د نوموړي په وينا، اکثره خلک، چې کورونو ته دغه تېل يوسي، په څراغونو کې يې لګوي، چې تر لږ وخت وروسته تېل اور اخلي او په پايله کې يې د کورونو د سوځولو تر څنګ کله کله خلک هم وسوځوي.
هغه له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په ښار کې د سون توکو جدي کنټرول وکړي، ترڅو په دې برخه کې د ګډوډيو مخه ونيول شي.
د کندهار يو شمېر نور اوسېدونکي بيا وايي، د دې ترڅنګ له نورو هېوادونو څخه را واردېدونکي تېل او سون توکي هم غير معياري دي، چې ډېر مهال د کار اخيستو پر مهال د هغوى ژوند ګواښي.
د اجمل په نوم يو ښاري وايي، يواځې دغه تېل هم نه دي، چې د بهرنيو ځواکونو له اډو څخه را ايستل کېږي، بلکې له نورو هېوادونو څخه هم اکثره سوداګر بې کيفيته تېل او ګاز را واردوي، چې دلته د خلکو ژوند ته ګواښ پېښوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د کندهار برېښنا اوس ډېره لږه ده او عامو خلکو ته ډېره کمه رسېږي، له همدې کبله خلک اړ دي، چې د ژمي په دې يخه هوا کې تېل او ګاز مصرف کړي.
د کندهار روغتيايي چارواکي د تېلو او ګازو له امله د سوځېدو د پېښو زياتوالي اندېښمن کړي او پر خلکو غږ کوي، چې د ځان تودولو، اوبو جوشولو او نورو اړتياوو د پوره کولو پر مهال له اور سره بې پروايي ونه کړي.
دغه راز د کندهار ښاروالۍ چارواکي هم وايي، چې دغه موضوع يې جدي نيولې او په ښار کې به بې کيفيته سون توکو د خرڅلاو مخه نيسي.