منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د ګاز ډبې چاودنې ٢١ تنه مړه او اتيا نور ټپيان کړل

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۸ کتنې

 اسلام اباد (پژواک ٢١مرغومى٩١): د خيبرپښتونخوا چارواکي وايي، چې د دغه ايالت په سوات سيمه کې د ګاز ډبې په چاودنه کې ٢١ تنه مړه او اتيا نور ټپيان دي.

 د سوات د پوليسو مشر ګل افضل خان رسنيو ته ويلي، ياده پېښه نن ماښام په شاوخوا شپږو بجو د سوات په تخته بند سيمه کې په يوه تبليغي مرکز کې د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې ده.

 په سوات کې د مرکزي روغتون مشر ډاکټر خورشيد رسنيو ته ويلي، چې له دغې پېښې څخه دوى ته د ٢١ تنو مړي  او ٨٠ نور په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.

 ده زياته کړې، په ټپيانو کې د ځينو کسانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دى او د دې امکان شته، چې په شمېر کې يې زياتوالى راشي.  

 د سعيدجان په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په سلګونه تبليغيان د ماښام له لمانځه وروسته د تقرير اورېدو ته سره راټول شوي وو.

 دى وايي، زيات شمېر کسان يې ليدلي چې سوځېدلي وو.