واشنګټن (پژواک ٦ سلواغه ٩١): د امريکا د بهرنيو چارو نوماند وزير جان کيري تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د امريکا مرستې له ازادو او عادلانه ټولټاکنو سره مشروطې کړې.
جان کيري تېره مياشت د امريکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا د بهرنيو چارو د وزير په توګه اعلان شوى او له سنا څخه تر منظورۍ وروسته به په رسمي توګه دنده پيل کړي.
هغه اوس د امريکا په سنا مجلس کې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشر دى او د اوسنۍ وزيرې مېرمن هيلري کلنټن ځاى به ونيسي.
سناتور جان کيري پرون د سنا د يوه کمېسيون استماعيه غونډې ته ورغلى و او سناتورانو ته يې خپل پلانونه وړاندې کړل.
هغه د امريکا د بهرنۍ تګلارې په اړه د نورو څرګندونو ترڅنګ د افغانستان يادونه هم وکړه او د افغانستان راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې يې ډېرې مهمې وبللې.
خو جان کيري ګواښ وکړ، که چېرې دغه ټاکنې ازادې او عادلانه نه وي، نو افغانستان به تر ٢٠١٤ کال وروسته د غرب او په ځانګړې توګه د امريکا له مرستو برخمن نه شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې ټاکل شوې چې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
د امريکا د بهرنيو چارو نوماند وزير جان کيري، د رڼو او ازادو ټولټاکنو ترسره کېدو په اړه خپل دغه نظر له افغان ولسمشر حامد کرزي سره شريک کړى دى.
هغه زياته کړه: ((زه فکر کوم چې د ټاکنو د اهميت په اړه ولسمشر کرزى پوهېږي، په دې اړه مې ورته شخصي يادونه هم کړې ده، د داسې ټاکنو ترسره کېدل، چې په نړيوالو معيارونو برابرې وي او د نړيوالو څارونکو پر وړاندې ترسره شي، د سياسي واک د لېږد پروسې لپاره ډېرې مهمې دي.))
جان کيري د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د ازادو او رڼو ټاکنو ترسره کول به نړيوالو ته دا باور ورکړي، چې افغان حکومت تر ٢٠١٤ کال وروسته په ښه توګه خپلې چارې پرمخ بيولاى شي.
د هغه په وينا، که چېرې ټاکنې قانوني حيثيت ونه لري او يا افغان حکومت او نړيواله ټولنه په دغه کار کې بريالۍ نه شوه، نو دا به ډېره ګرانه وي، چې د امريکا ولس او د ايساف متحدين تشويق کړى شي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
جان کيري د سنا کمېسيون ته په خپلو خبرو کې دغه راز وويل، له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې، چې په زېړه کرښه ولاړې وې، کوم بدلون نه دى راغلى.
نوموړي زياته کړه: ((دا مو سپينه کړې، چې دوى بايد له القاعدې سره اړيکې پرې کړي، د افغانستان اساسي قانون او د ښځو حقوقو ته درناوى ولري.))
جان کيري د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل، د سولې داسې پروسه به بې ارزښته وي چې له امله يې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې زيانمنې شي.