لښکرګا(پژواک١٢سلواغه٩١) : په هلمندکې د پوليسو او ملکي وګړو د موټرو دټکر له امله نهوتنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددې ولايت دترافيکو امرجګړن خيرمحمد شجاع د سلواغې په ١٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې ياده پېښه تېره شپه اته بجې د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په شندک مانده سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د پوليسو يو ټانک او د ملکي وګړو موټر سره ټکر شوي دي.
دده په خبره، چې په دې پېښه کې يو پوليس او يو ملکى وګړى وژل شوي ، يو ملکى وګړى او شپږ پوليس ټپيان شوي دي.
د ترافيکو امر وويل، چې پېښه د دواړو لورو د بي احتياطۍ له امله رامنځته شوې ، چې د څېړنې لپاره يې ترافيک لاس په کار شوي دي.
دغه راز په لښکرګاه کې د بېړنيو مرستې د روغتون مسوولين هم وايي، چې دوى ته نهه تنه راوړل شوي، چې يوملکي وګړى په کې وژل شوى ، درې لا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او پاتې نور يې رخصت شوي دي.
د روغتون مسوولينو دپوليس دوژل کېدو په اړه معلومات نه درلودل.