منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په هنګو کې ځانمرګي بريد ٥٧ کسانو ته مرګ ژوبله واوړوله

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

اسلام اباد (پژواک ١٣ سلواغه ٩١): د پاکستان د خيبرپښتونخوا په هنګو بازار کې د ځانمرګي بريد له امله ٢٢ تنه وژل شوي او ٣٥ ټپيان دي.

چارواکي وايي، چې چې نن (د سلواغلې ١٣ مه) دغه ځانمرګى بريد هغه مهال د هنګو په پټ بازار کې رامنځ ته شو، چې کله خلک په سيمه کې له جومات څخه د بازار په لور راووتل.

د هنګو ولسوالۍ د پوليسو مشر سعيد خان پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د هنګو په پټ بازار کې د يو ځانمرګې بريد له امله رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې ٢٢ تنه وژل شوي او ٣٥ نور ټپيان دي، چې نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د جمعې لمانځه پر وخت په هنګو بازار کې له مخکې څخه امنيتي تدابير نيول شوي وي، خو د دغه بريد په اړه نه پوهيږي، چې څنګه رامنځ ته شوى.

د هنګو ولسوالۍ دولتي روغتون مشر ډاکټر عبدالرشيد رسنيو ته وويل، چې د پېښې له سيمې ورته ٣٥ ټپيان ور وړل شوي، چې د اووه کسانو روغتيايي حالت په کې خراب و او پېښور ته يې لېږلي دي.

د پېښې يو عيني شاهد عابد اورکزي پژواک اژانس ته وويل، چې ځانمرګي په هنګو بازار کې د پوردل جومات تر څنګ د يو دوکان خوا کې ځان وچاوده.

د ده په خبره، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې خلک د جمعې له لمانځه څخه د بازار پر لور روان وو.

نوموړي زياته کړه، چې په همدې مهال په هنګو بازار کې د برېښنا د نشتوالي له امله لاريون هم روان و او ګڼو لاريون کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.