منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

ترافيکي پېښې درې پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۳ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۴سلواغه ۹۱): د کابل-جلال اباد پر لويه لار د ورېښمين تنګي په سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د عامه نظم پوليسو درېيو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د سلواغې په۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د سروبي د ورېښمين تنګي په سيمه کې د ملي اردو موټر له کرولا موټر سره ټکر کړی، چې په پايله کې يې يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، په کرولا موټر کې درې د عامه نظم پوليس ناست وو، چې ټپيان شوي دي.

دی وايي، چې ټپيان د ننګرهار د درملنې په موخه د ننګرهار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ياد روغتون رييس ډاکټر همايون زهير وايي، چې د پېښې له سيمې ورته د يوه مړي په ګډون درې تنه ور وړل شوي دي، دی زياتوي چې په ټپيانو کې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د امين زاده په نوم عيني شاهد پژواک ته وويل، چې د ترافيکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتيا‌طي وه.

د يادونې ده، چې د کابل-جلال اباد لويه لار يو له هغو لارو څخه ده چې وخت نا وخت پرې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.