کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩١): د ميدان وردګو د حصه دو بهسودو ولسوالۍ په موشکي کوتل کې د زياتې واورې اورېدو له امله له سلو زيات کسان بند پاتې دي.
د جاوېد په نوم يوه مسافر او عيني شاهد د سلواغې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته د ټېلېفون په ليکه وويل، چې د يادې ولسوالۍ په موشکي کوتل کې له نن سهار راهيسې لس فلاينګ کوچ موټر، چې له باميانو څخه د کابل پر لور روان وو، بند پاتې دي.
ده زياته کړه، لسګونه کسان، چې سپين ږيري، ښځې او ماشومان هم په کې دي، له سختو ستونزو سره مخ دي.
نوموړى، سره له دې چې وايي، له ولايتي چارواکو سره يې ټېلېفونې خبرې کړي، خو تردې دمه هېڅ حکومتي مسوول نه دى ورغلى.
هغه په دې برخه کې له حکومت څخه د جدي مرستې او ژغورنې غوښتنه وکړ.
خو د ميدان وردګو د بهسود مرکز ولسوال جان اقا محصل پژواک ته وويل، چې د يادو کسانو د ژغورنې په موخه د ملايعقوب کوتل له لارې يوه ډله کسان له شش پاى موټرو سره سيمې ته رسېدلي دي.
ده زياته کړه، د بندو شويو کسانو شمېر شاوخوا ١٢٠ تنو ته رسېږي ،چې د يوه ساعت په اوږدو ( د نن ماښام څه باندې اووه بجې) به راولېږدول شي.
د محصل په وينا، دغه راز يې د يادې لارې د واورې پاکولو شرکت هم په جريان کې کړى او ډېر ژر به هغوى هم خپلې چارې پيل کړي.










