ژبه

د ولسي جرګې غړي: په کندهار کې هيڅ ترافيکي خدمتونه نه شته

کندهار ( پژواک ١٩ سلواغه ٩١ ) : په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو يو شمېر استازي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دغه ولايت د بېلا بېلو ادارو او خلکو ستونزې څېړي؛ وايي، چې دغلته هيڅ راز ترافيکي خدمات او اسانتياوې نه دي وړاندې شوي.

د ولسي جرګې دغه غړي هر يو ډاکټر محمود خان، ملا سيد محمد اخند او عطاءالله له څو ورځو راهيسې له بېلا بېلو دولتي ادارو څخه ليدنه کړې او د هغوى ستونزې يې څېړلې دي.

دغه استازي، چې د کندهار د ترافيکو له مديريت څخه يې هم ليدنه کړې ده، وايي، د ښاري نظم د ښه والي په موخه اړينه ده، چې ښاريانو ته په ترافيکي برخه کې خدمتونه وړاندې شي، خو په کندهار کې داسې هيڅ څه نه تر سترګو کېږي.

د ولسي جرګې غړو ډاکټر محمود خان، عطاالله او ملا سيد محمد اخند په ډاګه کړه، چې د کندهار ښاروالۍ او د ترافيکو د رياست تر منځ هيڅ همغږي نشته.

 هغوی وويل:((په کندهار ښار کې د ترافيکي اشارو او څراغونو نشتوالى، د تمځايونو خرابوالى، بې کيفيته او ويجاړ سړکونه او نورې ستونزې شته، خو د ترافيکو رياست چارواکو په دې برخه کې هيڅ نه دي کړي.))

 د ولسي جرګې غړي همداشان زياتوي، چې د ترافيکو مديريت کندهار ښاروالۍ ته شا و خوا ٩٢ ميليونه افغانۍ د دې لپاره ورکړې، چې خلکو ته ترافيکي خدمتونه وړاندې کړي، خو ښاروالۍ دغه پيسې په کوم کار نه دي لګولي.

 په دې اړه ډاکټر محمود خان وويل:((د ترافيکو مديريت او کندهار ښاروالۍ د دولتي اصولو پر خلاف په خپلو منځونو کې سره همغږي نه دي او دغه کار د دې لامل شوى، چې ښاريان په ستونزو کې ښکېل شي.))

 د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان بيا په خپله اداره کې د پرسونل کمښت لويه ستونزه يادوي او وايي، چې په دې اړه يې خپلې ستونزې له اړوندو ادارو سره شريکې کړې دي.

 هغه وويل، چې د خپل توان تر حده يې په کندهار کې د نظم را وستو په موخه پراخې هلې ځلې کړې دي.

ويل کېږي، چې د ترافيکو د مديريت تر څنګ امنيه قوماندانۍ هم له محصول شوو موټرونو څخه څه باندې ٩٠ ميليونه افغانۍ کندهار ښاروالۍ ته د ترافيکي خدمتونو د تر سره کولو په موخه ورکړي، خو هيڅ لګول شوې نه دي.

 د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چې د ښار ترافيکي سيسټم په ستونزو کې ډوب دى، له تېرو دوو کلونو راهيسې کندهار ښاروالۍ ترافيکي عوايد تر لاسه کوي، خو ترافيکي زيګنالونه، تمځايونه او نورې اسانتياوې پرې نه برابروي.

 خو د کندهار ښاروالۍ د رسنيو مسوول زمرى څرګند وايي، چې تر لاسه شوې پيسې يې په ښار کې په بېلا بېلو برخو کې لګولي او د ترافيکي زيګنالونو د بيا جوړېدو لپاره يې ځانګړى پلان عملي کېدو ته چمتو کړى دى.

 په کندهار کې د ترافيکي نظم ګډوډي او د ترافيک پوليسو بې غوري د دې لامل شوې، چې په هره سيمه کې ترافيکي پېښې رامنځته شي او له امله يې مرګ ژوبله واوړي.

 په تېر ٢٠١٢ کال کې ميرويس روغتون ته د ترافيکي پېښو له امله شاو خو شپږ زره کسان ور وړل شوي وو، چې ځينې يې وژل شوي يا ژوبل شوي او نور يې بيا دايمي معلول شوي دي.

ورته موضوع