Language

په ازموينه کې يوه ناکام زده کوونکي ښوونکي وهلي دي

لښکرګاه (پژواک ٢٤ سلواغه ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يوه زده کوونکي خپل دوه ښوونکي له دې امله، چې په ازموينه کې يې ناکام کړى و، ډبولي دي.

د وهل شوو ښوونکو په ملاتړ لسګونه زده کوونکو نن (د سلواغې ٢٤ مه) په احتجاجي توګه په لښکرګاه کې د خبريالانو د پرېس کلب مخې ته له اړوندو چارواکو څخه د دې پېښې د څېړلو غوښتنه وکړه.

د احتجاج کوونکو له ډلې د غازي امان الله خان لېسې يوه زده کوونکي سورګل پژواک اژانس ته وويل، د ولي خان په نوم زده کوونکى په څلور مياشتنۍ ازموينه کې ناکام شوى و او له همدې امله يې ښوونکي ګواښل.

نوموړي زياته کړه، ياد زده کوونکي وروسته د جلاد خان په نوم ښوونکي ته لار نيولې وه او په ډله ييزه توګه يې ډبولى دى.

د ده په خبره، پر همدې مهال يې يو بل ښوونکى، چې د زده کوونکو او ښوونکي د شخړې د خلاصېدو هڅه يې کوله، هم ډبولى دى.

نوموړي زياته کړه، د وهل شوي ښوونکي ټپونه ژور و او د درملنې په موخه يې کوېټې ته وړى، خو وايي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

د محمد عوض په نوم يو بل زده کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د زده کوونکو له خوا د ښوونکو وهل ټکول د ښوونې او روزنې پر بهير بده اغېزه کوي او له همدې امله له عدلي ارګانو او د پوهنې رياست له خوا د څېړنو غوښتنه کوي.

نوموړي وويل: ((په ازموينه کې ناکام زده کوونکى د لښکرګاه په کارېز سيمه کې د يو ملک حاجي رحيم خان زوى دى، چې د تاريخي سيمو ځمکې يې هم غصب کړې دي.))

د هغه په وينا، د هلک پلار له ازموينې وړاندې له ښوونکو څخه غوښتنه کړې وه، چې زوى يې په ازموينه کې ناکام نه کړي.

د يادې پېښې په اړه د پوهنې رييس او يو شمېر نور د پوهني رياست چارواکو د خبريالانو په پرېس کلب کې له زده کوونکو د احتجاج نه کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د دې پېښې څېړنې يې پيل کړې دي.

د هلمند د پوهنې رييس محمد نسيم ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې پېښه په ښوونځي کې نه، بلکې په کلي کې رامنځ ته شوې او زده کوونکى او ښوونکى سره ګاونډيان دي.

د ده په خبره، د دې معلومات به کوي، چې پېښه د برياليتوب او ناکامۍ له امله ده او که د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ د کلي  نورې ستونزې شته.