خوست ښار (پژواک ٨کب٩١): د کابل-خوست د لويې لارې په اوږدو کې د سټو کنډو لاره له نن سهار راهيسې د مساپرو پرمخ تړل شوې ده.
د پکتيا د فوايد عامې رييس عبدالله دراني د کب په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا اړوند د سټوکنډو لاره د نن سهار له لسو بجو څخه راپدېخوا د دوو موټرو د ټکر له امله بنده ده.
ده زياته کړه: “زه په خپله د سټو په کنډو کې يم او د فوايد عامې رياست کارکوونکي د پوليسو په مرسته هڅه کوي، چې لاره پرانېزي.”
د فيض الله غمخوار په نوم يو تن پژواک ته وويل، په سيمه کې ګڼ شمېر موټر بند پاتې دي.
د ده په خبره، په دغې سيمه کې د خوراک څه درک نشته او که لاره ژر خلاصه نه شي، نو ښايي يو شمېر مساپر ژوند له لاسه ورکړي.
غمخوار وايي، په مساپرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.










