منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

“د کونړ د برېښنا په اړه د چارواکو ژمنې غولونکې دي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

اسعداباد (پژواک ٩ کب ٩١): د کونړ د مرکز اسعداباد اوسېدونکي وايي، چې د برېښنا د جوړېدو له ګڼو ژمنو سره -سره اوس هم د برېښنا د نه شتون له ستونزې سره مخ دي.

دوی وايي، چې څو ځلې د چارواکو له لوري ورسره د برېښنا د جوړېدو په موخه ژمنې وشوې، خو تر دې دمه لا ستونزه پر ځای پاتې ده.

د اسعداباد د دمکلي کلي اوسېدونکي او قومي مشر حاجي محمدجان پژواک اژانس ته وويل، ډېر ځلې ورسره د برېښنا د جوړېدو ژمنې وشوې، خو يوه هم نه ده پوره شوې.

د هغه په وينا، کله چې د ولسمشرۍ دويم ځل ټاکنې کېدې او د هغې لپاره کمپايني مبارزې روانې وې، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال کونړ ته په دوه ځلې سفر کې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې که دا ځل حامد کرزی بريالى شي، نو د کونړ د سره طاق برېښنا بند، چې دوه زره پنځه سوه مېګاواټه برېښنا به توليدوي، تر ټولو لومړنۍ پروژه به وي، چې کار به پرې پيل شي.

نوموړي زياته کړه، چې د کرزي دويمه دوره هم پاى ته رسېږي، خو د کونړ د خلکو لپاره چا د برېښنا غم ونه خوړ.

يو بل تن ۳۸ کلن نعيم الله د اسعداباد د اندرسېر سيمې اوسېدونکي او په دغه ښار کې يوه ګنډونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ورځنۍ چارې د برېښنا د نشتوالي له امله ټکنۍ دي.

نوموړي زياته کړه: ((په کومه ورځ چې برېښنا ولرو، نو ۲۰۰۰ افغانۍ ګټه کوو، خو که برېښنا نه وي، نو بيا مو په سيند لاهو وي.))

دی وايي، چې د لويو برېښنا بندونو جوړول لرې خبره ده، خو حکومت دې د اسعداباد ښار د جوړل کوچني برېښنا بند ظرفيت لوړ کړي، چې د اسعداباد د ښاريانو کوچنۍ ستونزې هوارې کړي.

د وټه پور ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي شاولي خان بيا وايي: ((د سره طاق برېښنا بند جوړول، خو لا پر ځای پرېږده، د مناګي له برېښنا بند نه ډرامه جوړه شوې، دا دويم کال دی، چې چارواکي وايي، دوه مياشتې وروسته پرې کار پيل شي.))

هغه زياته کړه: ((چارواکي ژمنه راسره وکړي، چې دوه مياشتې وروسته کار پرې پيلوو او موږ دا ژمنه له خلکو سره وکړو، چې په دې سره هم موږ او هم دولتي چارواکي خلکو ته دروغجن وپېژندل شوو.))

د شاولي خان په خبره، د کونړ سيندونو په دومره پرېمانه اوبو د کونړ خلکو او کرنيزو ځمکو ته د ګټې پر ځاى زيان اړوي او هر کال د اوړي په موسم کې له ٢٥ تر ٣٥ د سيمې خلک وړي او په سلګونو جريبه کرنيزې ځمکې ويجاړوي.

د کونړ د برېښنا رييس انجنير عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د کونړ پر دواړو سيندونو د دولت له خوا تر اوسه د درېيو برېښنا بندونو سروې شوې، چې يو يې د کونړ په لوی سيند د اسمار ولسوالۍ د شال په سيمه کې دی.

د هغه په وينا، دغه بند د ۷۹۶ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري او دويم يې هم پر همدغه سيند د مرکز اسعداباد اړوند د څاګي په سيمه کې دى، چې ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا توليدولى شي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو دواړو برېښنابندونو سروې په دوو کلونو کې د يوې هندي کمپنۍ له خوا شوې ده.

عبدالله وايي: ((اوس د دولت کار دی، چې کله ورته بوديجه پيدا کوي او کار پرې پيلوي، او دغه راز بل د پېچ درې په کوچني سيند د وټه پور په مناګي سيمه کې د اوبو او برېښنا وزارت په پراختيايي بوديجه د شاوخوا لس ميليونه ډالرو په ارزښت د څلورو کالو په موده کې د يوې افغان کمپنۍ په تخنيکي زيار جوړيږي.))

د هغه په وينا، دغه بند به ۲،۱ مېګاواټه د برېښنا د توليد وړتيا ولري او څلور زره کورنۍ به رڼا کړاى شي.

د کونړ د برېښنا رييس وايي، چې د مناګي د برېښنا بند قرارداد مخکې شوى، چې اوس يې د انجنيرانو يوه ډله کونړ ته رارسېدلې او هيله ده، چې د يوې مياشتې په شاوخوا کې به پرې کار پيل شي.

د ده په خبره، اوس مهال په اسعداباد کې دوو توربينونو ته يو وړوکی برېښناکوټ جوړ دی، چې په لومړي سر کې يې ۷۰۰ کيلواټه برېښنا توليدوله، خو د تېرو جګړو له امله زيانمن شوی او اوس ٤٠٠ کيلواټه برېښنا توليدوي.

عبدالله وايي، چې دغه برېښنا د اسعداباد ښار ٢٥٠٠ کورنيو ته ورکړل شوې، حال دا چې ٥٠٠ کورنيو ته هم بسنه نه کوي.

د يادونې ده، چې د اسعداباد لپاره د داوود خان د واکمنۍ پر مهال يو کوچنى برېښنا بند جوړ شوی، چې هغه مهال يې ۷۵۰ کيلوواټه برېښنا توليدوله.