چاريکار (پژواک ٩ کب ٩١): د پرله پسې وراورې اورېدو له امله له نن سهاره راپه دېخوا د دايکنډي او باميانو ولايتونو لوىې لارې له کابل سره تړل شوې دي.
په باميانو کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمدرضا رفعت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نن سهاره راپه دېخوا د دغه ولايت د بهسودو ولسوالۍ د پنج اسياب په سيمه کې واورو د ترافيکو پر مخ سړک تړلى دى.
هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې ګڼ شمېر موټر له دې امله چې واورو لارې تړلې، ولاړ دي.
ده وويل، د شيبر کوتل په سيمه کې هم لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې او لس موټر د لارې خلاصېدو ته انتظار ولاړ دي.
رفعت وويل، چې د باميانو د يکاولنګ ولسوالۍ لار د شاتو کوتل په سيمه کې او د سيغان ولسوالۍ لار د اق رباط په سيمه کې د دغه ولايت له مرکز سره تړل شوې دي.
هغه زياته کړه، چې موظف شرکتونه په دې برخه کې کار کوي، څو لارې د ترافيکو پر مخ پرانيزي.
د دايکنډي ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمدرضا صادقي وويل، چې د بهسودو ولسوالۍ د پنج اسياب په سيمه کې د واورې اورېدو له امله سړک بند شوى او د خلاصېدو په تمه يې لسګونه موټر ولاړ دي.
د ويلو ده، د سالنګ لويه لار، چې د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، تېره ورځ سهار څلور بجې د واورو ښويېدنې له وېرې د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څار امريت مرستيال د معلوماتو له مخې، له وړمې ورځې راهيسې په سالنګ کې شاوخوا درې متره واوره اورېدلې ده.
په ژمي کې پر دې لاره، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېريږي، تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.
د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو ښووېيدو له امله مړه او سلګونه نور ټپيان شول.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن