ژبه

چک هيګل د امريکا د دفاع وزير په توګه وټاکل شو

توسط للېت کمارجا

فبروري 27, 2013 - 9:56 am

Views: 79

واشنګټن ( پژواک ٩ کب ٩١ ) : د امريکا مشرانو جرګې د ولسمشر بارک اوباما لخوا نوماند شوي دفاع وزير چيک هيګل ته رايه ورکړه او د هغه منظوري يې ورکړه.

ولسمشر بارک اوباما څه موده مخکې چک هيګل د اوسني دفاع وزير ليون پنيټا پر ځاى ددفاع د نوي وزير په توګه نوماند کړى او د هغه نوم يې د منظورۍ لپاره مشرانو جرګې ( سنا مجلس)ته لېږلى و.

د امريکا د سنا مجلس  تېره ورځ د چک هيګل د منظورۍ لپاره رايه ورکړه او هغه يې د رايو په اکثريت سره ددفاع د وزير په توګه ومانه.

د سنا مجلس ٥٨ سناتورانو د جمهوري غوښتونکو ګوند دغه کانديد ته مثبتې او ٤١ نورو منفي رايې ورکړې.

ټاکل شوې وه، چې څو ورځې مخکې ده ته رايه ورکړل شي، خو د ديموکراتو اپوزيسيون ګوند له دې امله، چې چک هيګل د اسرائيلو او ايران په اړه نرمه رويه لري، د هغه د ټاکنې په اړه يې پوښتنې راولاړې کړې وې.

٦٦ کلن چک هيګل د امريکا له وېتنام سره په جګړه کې برخه اخيستې او په دې وياړ ورته جايزه هم ورکړل شوې وه.