Language

لښکرګاه (پژواک ۲۳ کب ۹۱): د هلمند چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې د سيند تر غاړې څنګله کې نن غرمه اور لګېدلی، چې لا هم دوام لري.

د هلمند د کرنې رييس روح الله روان پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه اورلګېدنه چې لامل يې معلوم نه دى، نن غرمه په يوولس نيمو بجو د ځنګله په شمالي کې رامنځ ته شوې او د تېز باد له امله د ځنګله نورو برخو ته هم غځېدلې ده.

ده زياته کړه، سيمې ته اطفايه او يو شمېر کسان رسېدلي، چې د اور د کنټرولو هڅه کوي.

د هغه په وينا، د هلمند د ولايت د مقام له لارې يې له بهرنيانو څخه د اور د مهارولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د کرنې رييس له بهرنيو مرسته کوونکو او دولت څخه د ځنګله د ساتنې په موخه د احاطوي دېوال او په منځ کې يې د سړکونو د رغولو غوښتنه وکړه، ترڅو د خطر پرمهال لاسرسى ورته وشي.

د عبيدالله جان په نوم تن چې ځنګله سره په نږدې سيمه کې اوسېږي، پژواک اژانس ته وويل، دا اورلګېدنه د چارواکو د نه پاملرنې او ځنګله ته د خپلسرو په نشه يي توکو د اخته کسانو د تلو راتلو له امله رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، تردې دمه د دې ځنګل شاوخوا سل جريبه ځمکه سوځېدلې ده.

ياد شوى ځنګل شاوخوا پنځوس کاله مخکې په ۵۵۰  جريبه ځمکه د هلمند سيند تر غاړې د بولان په سيمه کي جوړ شوی دى.

Related Topics