منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د دامان ولسوالۍ په غورځیدلې چورلکه کې یو بهرنی سرتیری وژل شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۲ کتنې

کندهار( پژواک د کب ٢٦مه، ١٣٩١):د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو اړوند يوه چورلکه را لوېدلې ده.

 پېښه د کب په ۲۶مه، ماښام ناوخته کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د دامان ولسوالۍ په اړونده سيمه کې شوې ده.

 د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول او د والي وياند جاوېد فيصل وايي، چې لوېدلې چورلکه دا يساف اړوند ده او يوازې د څار لپاره ترې کار اخيستل کېږي.

 هغه زياته کړه، دغه چورلکه (OH-58) کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د تخنيکي ستونزې له امله په يوه امنيتي ساحه کې را لوېدلې، چې ملکي وګړو او شخصي شتمنيو ته يې هيڅ راز زيان نه دى اړولى.

 د نوموړي په وينا، په چورلکه کې يوازې دوه سپرلۍ کښېناستلاى شي او په دغو الوتکه کې د سپرو دوو تنو د روغتيايي حالت په اړه هيڅ معلومات نه شته.

 هغه وويل، په دغه ساحه کې چې چورلکه لوېدلې، د وسله والو مخالفينو هيڅ راز شتون پکې نه تر سترګو کېږي.

په افغانستان کي میشتو ناټو ځواکونو ویلي چې په دې پيښه کې یې یو سرتیری وژل شوی او بل ټپي دی.

 څو ورځې وړاندې هم په دغه ولسواليو کې د ايساف ځواکونو يوه چورلکه لوېدلې وه، چې پکې ٥ تنه بهرني سرتېري وژل شوي وو.

د دغه پېښې پر مهال ايساف ځواکونو ويل، چې چورلکه د تخنيکي ستونزې له امله لوېدلې ده، خو طالبانو ويل، چې چورلکه يې ويشتې او پکې سپاره سرتېري يې وژلي دي.