فراه (پژواک ٢٨ کب ٩١): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او ١٣ نور ټپيان شول.
د فراه ولايت د ترانسپورت مدير عبدالصمد فراهي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د بالابلوک په دارستان سيمه کې ٣٠٣ مسافر وړونکي موټر له يوې لارۍ سره ټکر وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ٣٠٣ موټر له فراه څخه هرات ته روان او باروړونکى موټر له هرات څخه د فراه مرکز ته پر لاره و چې پېښه رامنځته شوه.
هغه وويل، چې په پېښه کې د موټرو دواړه چلوونکي او د يوه موټر کلېنر مړه شوي او ١٣ تنه نور ټپيان شوي دي.
د فراه د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالجبار شايق وايي، چې ١٣ ټپيان د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه وويل، چې له ټپيانو څخه د يوې ښځې او دوو نارينه وو روغتيايي حالت نازک دى.
په پېښه کې ټپي شوي عبدالاحمد په ياد روغتون کې پژواک اژانس ته وويل، چې ياده پېښه د چلوونکو د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوه.










