Language

د هلمند له سلګونو زيانمنو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه

لښکرګاه (پژواک ٥ ورى ٩٢): د هلمند د کډوال چارو رياست د نړيوالو ادارو په مرسته د دغه ولايت د درېيو جګړې ځپلو ولسواليو او په نورو پېښو کې له زيانمنو شوو سلګونو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل کړې ده.

د دغه ولايت د کډوالو چارو رييس غلام فاروق نورزي د وري په ٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې ١٢٩٠ هغو کورنيو ته، چې د مارجې په ترخه ناور، نهر سراج او کجکي ولسواليو کې په دې وروستيو د عملياتو پر مهال زيانمنې شوې وې، د مرستې لړۍ پيل کړه.

هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ له ٢٢٠ نورو کورنيو سره، چې په تېره اونۍ کې د لښکرګاه په ګډون د نادعلي ولسوالۍ په لوى مانده سيمه کې يې کورونه د سېلابونو او اورښتونو له امله خراب شوي وو، هم مرسته کوي.

د نورزي په وينا، له ٤٥ نورو کورنيو سره، چې تازه له ايران او ٧٠ يې له کابل څخه لښکرګاه ته راستنې شوي، د خوراکي او نورو توکو مرسته کېږي.

د کډوالو چارو رييس وايي، دا مرستې چې نن پيل شوې، د وېش لړۍ به يې يوه اونۍ دوام وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې دا مرستې د يوه ګډ کمېسيون له خوا ترسره کېږي او زيانمنو شوو کورنيو ته د درېيو مياشتو لپاره توکي ورکول کېږي.

د هغه په وينا، دا مرستې د خوړو د نړيوالو سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا برابرې شوې دي.

د ډبليو اېف پي ځايي مسوول احمدزاهد زاهدي پژواک اژانس ته وويل، په دغو توکو کې ١٥٠ کيلو غنم، ١٨ کيلو دال، ١١ کيلو غوړي، يوه کيلو مالګه، ٥ ترپالونه، ٦ شړۍ او ٧ د څښاک د اوبو بوشکې ورکول کېږي، چې تر درېيو مياشتو پورې به يې يوه اندازه ستونزې هوارې کړي.

دالله داد په نوم يو تن، چې د مارجې د ترخه ناور اوسېدونکى دى، پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې يې د ترسره شوو عملياتو له امله زيانمن شوى دى.

هغه زياته کړې، چې په دې مرستو سره به يې ستونزې تر يوه بريده هوارې شي .

Related Topics