منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکټ اسيايي سياليو کې عمان ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۹ کتنې

کابل (پژواک ٦ ورى ٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نيپال کې د اسيا د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې عمان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٦ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ نن په نيپال کې پيل شوې.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

نوموړي وويل، چې د افغانستان لوبډله په نولسم اوور کې په ١٥٠ منډو وسوځېده او عمان ته يې د ١٥١ منډو هدف وټاکه.

هوتک وويل، چې د افغانستان له لوري کريم صادق ٤٦، محمد نبي ٣٢، نجيب الله ځدراڼ ٢٩، شفيق الله ١٦ او فضل الرحمن ١٢ منډې جوړې کړې.

د عمان لوبډلې ونه شواى کړاى، چې دغه هدف ترلاسه کړي ، ټوله لوبډله يې په شلم اوور کې په ١٠٤ منډو وسوځېده او دغه راز افغانستان دا لوبه د٤٦ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر محمدنبي عيسى خېل د عمان څلور لوبغاړي، فضل الرحمن او افتاب عالم دوه، دوه، شاه پور ځدراڼ او نسيم بړېڅ  يو يو، لوبغاړي وسوځول.

محمد نبي عيسى خېل د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان به دويمه لوبه  د وري په ٨ مه له بحرين، درېيمه لوبه به د وري په١٠ مه له اماراتو او څلورمه لوبه به د وري په ١١مه له کويټ سره ترسره کړي.

 د نيپال په سياليو کې دوه لوبډلې د شل اووريز نړيوال جام لپاره غوره کېږي، افغانستان د يو ورځني کرکټ دريځ په لرلو او د اماراتو د کوربه توب له امله لا دمخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې ده.

دا سيالۍ په دوو ګرپونو  وېشل شوي، په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديف او سنګاپور او په ب ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويټ او بحرين شامل دي.

افغانستان تر دې مخکې په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١مو کلونو کې د دغو سياليو اتلولۍ خپلې کړې او دغه ځل به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.