ژبه

له کندهار څخه بهر ته د ٦٣ ميليونه ډالرو په ارزښت مېوه صادره شوې

کندهار ( پژواک ١٠ ورى ٩٢ ) : له کندهار ولايت څخه په ١٣٩١ لمريز کال کې، د څه د پاسه ٦٣ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهرنيو هېوادونو ته صادره شوې، چې د ١٣٩٠ لمريز کال په پرتله دوه برابره زياتوالى ښيي.

د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونو مرستيال انجنير عبدالباقي  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې له دغه ولايت څخه ٥٦ زره ٦٩٩ ټنه بېلابېل توکي صادر شوي، چې ټوليز ارزښت يې ٦٣ ميليونه، ٦٢٢ زره ٩٠٧ امريکايي ډالر کېږي.

هغه زياته کړه، په ١٣٩٠ لمريز کال کې له کندهار څخه ټول صادرات ٢٨ زره ٣١٥ ټنه وو، چې ټوليز ارزښت يې ٣١ ميليونه ٤٥٨ زره ٤٤٤ امريکايي ډالر کېده.

د نوموړي په وينا، د ١٣٩٠ کال په پرتله په ١٣٩١ کال کې له کندهار څخه د صادراتو کچه يو په دوه لوړه شوې، چې د دې ځاى د سوداګرو او کروندګرو لپاره لويه لاسته راوړنه ده.

هغه زياته کړه، له کندهار څخه په ١٣٩١ کال کې په صادر شوو توکو کې وچه او تازه مېوه، طبي بوټي، حبوبات او يوه اندازه د روخام ډبره شامله ده، چې د دغو توکو ډېره برخه د پاکستان تر څنګ هندوستان او عربي متحده اماراتو ته صادره شوې ده.

ده وويل: ((په دغه کال کې له کندهار څخه ٢٤٩٩٧ ټنه وچه مېوه، ١٣١١٩ ټنه تازه مېوه، ٤٧٤٠ ټنه طبي نباتات، ١٣٣٤١ ټنه حبوبات او ٤٩٩ ټنه د روخام ډبره بهر ته صادر شوي دي.))

په وچه مېوه کې کشمش، انځر، ابجوشې، هفتاوۍ(ارتاوۍ) او کشته، په تازه مېوه کې انګور، انار، خټکي او نور، په طبي بوټو کې شيرين بويه، خوږه ولې، توره او سپينه زيره، خاکشير او په حبوباتو کې تور او شنه ماش شامل دي.

د سوداګرۍ خونو مرستيال وايي، چې سږ کال د صادراتو د ډېرېدو لامل د توکو معياري بسته بندي وه، چې په بهر کې ډېر خوښ کړل شوه او غوښتنه يې زياته وه.

انجنير عبدالباقي د بېلګې په توګه په وچه مېوه کې انځر او ابجوشي ياد کړل، چې د نورو په پرتله په ډېره کچه صادر شوي او په بهر کې يې ډېر ښه بازار پيدا کړ.

ده زياته کړه: ((سږ کال هم مالونه سم وو او هم تر نورو وختونو په ښه ډول بسته بندي شوي وو او د دغو توکو ډېره لږه برخه د هوا له لارې صادر شوي، خو د ځمکې له لارې بيا ډېر توکي نورو هېوادونو ته لېږدول شوي.))

نوموړي وويل، چې د صادراتو په برخه کې يې تر ټولو لويه ستونزه د هوايي ترانسپورټ نه درلودل دي، چې په دې اړه يې په وار وار له بېلابېلو سرچينو او مقاماتو سره خبرې کړي، خو کومه مثبته پايله يې نه ده درلودلې.

انجنير عبدالباقي وايي ، په دې برخه کې جدي ستونزه دا ده، چې که هغوى توکي د هوا له لارې لېږي، نو تر اصلي بيې يې کرايه لوړېږي.

هغه زياته کړه : ((موږ يواځې يوه لاره لرو، چې هغه پاکستان دى. په ځانګړې توګه لنده مېوه او انګور لېرې ځايونو ته نه شو لېږلاى، ستونزه دا ده، چې دغلته سوړ ساتنځاى نشته، يخچالي موټرونه او دا سې سيده لاره نه لرو، چې مېوه جات مو تر خپل ادرس پورې په بيړه ورسوو.))

د کندهار سوداګر وايي، د دغه ولايت وچه او تازه مېوه د اسيا تر څنګ د اروپا او امريکا په بازارونو کې ښه نوم   لري، خو ستونزه دا ده، چې هغوى هغه اسانتياوې نه لري، چې له مخې يې دغه توکي بهر ته صادر کړي.

د سوداګرۍ خونو مسوولين او سوداګر غوښتنه کوي، چې د هغوى د صادراتو لپاره دې د هوايي ترانسپورټ لارې چارې چمتو کړل شي، تر څو له دې لارې د خلکو او هېواد اقتصادي حالت ښه شي.

ورته موضوع