کابل (پژواک ١٤ ورى ٩٢): په نيپال کې دکرکټ اسيايي شل اووريزو سياليو په پاى کې افغانستان نيپال ته په ماتې ورکولو سره په پرله پسې توګه د څلورم ځل لپاره دغه اتلولي خپله کړه.
د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د کرکټ شل اووريزې سيالۍ د وري په ٦مه په نيپال کې پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ١٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله، خو لومړى يې د نيپال لوبډلې ته د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
هوتک وايي، چې د نيپال لوبډله په شلو اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٣٦منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري ګلبدين نايب د نيپال دوه ، شاه پور ځدراڼ او حمزه هوتک يو يو لوبغاړى وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې ددرې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له لوري کريم صادق ٣٢، ګلبدين ٤٣، نجيب ځدراڼ ١٥ ، سميع الله شينواري ٩ او محمد نبي ٣٨ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
له دې بريا سره افغانستان په نيپال کې د اسيا دشل اووريزو سياليو اتلولي خپله کړه.
ګلبدين نايب ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې ده، چې په پرله پسې توګه دا څلورم ځل دى ، چې دغه اتلولي خپلوي، له دې مخکې افغانستان په ٢٠٠٧، ٢٠٠٩ او ٢٠١١ کلونو کې د دغو سياليو اتلولي خپلې کړې .
د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود پر دې بريا ملي لوبډلې او ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې افغان لوبغاړو يو ځل بيا نړيوالو ته وښوده، چې دوى له چا څخه کم نه دي او په کمو امکاناتو د نړۍ پياوړو لوبډلو ته ماتې ورکولى شي.
د نيپال له سياليو د هانګ کانګ او نيپال لوبډلو د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو لپاره غوره شول، دغه راز افغانستان د يو ورځني کرکټ دريځ په لرلو او د اماراتو د کوربه توب له امله لا دمخه دغو سياليو ته لاره پيدا کړې ده.
دا سيالۍ پر دوو ګرپونو وېشل شوې وې، په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، هانګ کانګ، مالديف او سنګاپور او په ب ګروپ کې افغانستان، امارات، عمان، کويټ او بحرين شامل وو .










