کابل (پژواک ١٥ ورى ٩٢): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د اېتلافي ځواکونو لس اکمالاتي موټر سوځېدلي دي.
د بګرام امنيه قوماندان سمونوال زمري ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه موټر تېره شپه د بګرام هوايي ډګر په ختيځه دروازه کې د ګازډبې د چاودنې له امله سوځېدلي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو موټرو کې ٩ هينو ډوله باروړونکي موټر او يو ټانکر شامل دي.
ناصري وايي، چې د پېښې په ځاى کې لس نور موټر هم وو، خو د پروان ولايت اطفايې اور مړ او نور موټر يې وژغورل.
خو د بګرام ولسي شورا مشر الياس الدين بخشي وايي، چې په دغه اور کې د درېيو ټانکرونو په ګډون شپږ بار وړونکي موټر سوځېدلي او يو موټرچلوونکى هم په کې مړ شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تېره شپه طالبانو په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو ډېر شمېر اکمالاتي موټر په تاکتيکي چاودنه کې سوځولي دي.










