منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

فوټبال: افغانستان بوتان ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

کابل (پژواک ١٥ ورى ٩٢): د ١٤ کلنو تنکيو ځوانانو د فوټبال ملي لوبـډلې د اسيايي مقدماتي سياليوپه دوىم دور کې  بوتان هېواد ته په ډېرو ګولونو سره ماتې ورکړه.

د ١٤ کلنو تنکيو ځوانانو د فوټبال ملي لوبـډله دوه ورځې وړاندې د اسيا په مقدماتي سياليو کې  لومړنۍ لوبه له نيپال هېواد سره وکړه او په پاى کې يې وکولى شول ، چې کوربه هېواد نيپال ته دوه د يوه پر وړاندې  ماته ورکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د څانګې مسوول سيدعلي کاظمي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٤ کلنو تنکيو ځوانان لوبډله نن په نيپال کې د ١٤ کلنو ځوانانو د ترسره کېدونکو اسيايي سياليو په دوىم دور کې وکولى شول، چې د بوتان لوبډلې ته ١٤ په صفر کې ماتې ورکړي.

هغه وويل، ياده لوبه نن د افغانستان پر وخت ١١ بجې او ٤٥ دقيقې په نيپال کې پيل شوه، چې په هغې کې مرتضي قمبري وکولى شول، لومړى ګول د هېواد د لوبډالې په ګټه ترسره کړي.

کا‌ظمي ياده لوبه له ګولونو ډکه وبلله او زياته يې کړه، چې ټاکل شوې افغانستان په خپل ګروپ کې له تاکستان سره سياليو ته ولاړ شي.

د فوټبال فدراسيون د ځوانانو د څانګې مسوول زياته کړه، چې د ١٤ کلنو لوبغاړو لوبډله د دې سياليو لپاره بشپړ تيارى نيولى او تر سفر مخکې يې په کابل کې ښه تمرينات ترسره کړي دي.

د هغه په وينا، د فوټبال فدراسيون د يادو سياليو لپاره ښه لوبډله ټاکلې او هيله يې څرګنده کړه، چې په يادو سياليو کې به ښې لاسته راوړنې ولري.

د ١٤ کلنو تنکيو ځوانانو د فوټبال ملي  لوبـډله د وري په١١مه په اسيايي سياليو کې د ګډون په موخه  نيپال  هېواد ته ستنه شوه.