غزني (پژواک، ١٥ وری ۹۲) :د غزني د اولمپيک اداره وايي، چې په دغه ولايت کې ورزش او سپورټ ښه وده او پرمختګ کړى او په دې برخه کې له تېرو لسو کلونو راهيسې ډېرې لاسته راوړنې لري.
د غزني د اولمپيک کمېټې امر پاچا خان هزبر وايي، چې د غزني لوبغاړو له ډنمارک، هندوستان، اذربايجان، ايران او نورو هېوادونو سره په نړيوالو سياليو کې ګڼ شمېر مډالونه ترلاسه کړي دي.
په دې لوبو کې د غزني لوبغاړو په بېلابېلو برخو کې ٧٠ مډالونه، چې د سرو زرو، سپينو رزو او برونز مډالونه شامل دي، ترلاسه کړي .
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غه سيالۍ د فوټبال، واليبال، تکواندو او کراټې په برخو کې ترسره شوې دي.
د هزبر په وينا، د غزني اولمپيک امريت په ١٣٨٢ کال کې تاسيس شو، خو په دې موده کې يې سترې لاسته راوړنې لرلې دي.
ده زياته کړه، پخوا هېڅ نه وو، خو اوس ٣١ ورزشي فدراسيونونه او شاوخوا ٢٨ زره نارينه او ښځينه لوبغاړي د لوبو ډګر ته راغلي دي.
د هغه په وينا، اولمپيک کمېټه په خپله اډانه کې ٤٨ فدارسيونونه لري، چې په دې موده کې له مرکز څخه بهر په ولسواليو کې هم د فدارسيونونو څانګې پرانيستل شوې دي.
د اولمپيک امر وايي، چې دوديزو لوبو ته يې هم پاملرنه کړې، ځينې لرغونې لوبې لکه سانګې (نېزه وهل) چې په دې وروستيو کې ورته پاملرنه کمه شوې، له سره يې د پيلېدو او بيا ژوندي کېدو هڅې پيل کړې دي.
د ده په خبره، د هېواد په کچه د سانګې لوبه څه موده مخکې ترسره شوه، چې د غزني د اندړو ولسوالۍ لوبډلې په کې لومړى مقام واخيست.
هغه زياتوي، چې له دې پرته نورې دوديزې لوبې لکه خوسى، کوله شتره، توپ ډنډه او نورې به هم را ژوندۍ کوي او د پياوړتيا لپاره به يې هڅې کوي.
د هزبر په خبره، چې يادو دوديزو لوبو ته په سيمه کې د نا امنۍ له امله پام کم شوى وو.
سرچينه زياتوى ، اوس د اولمپيک کمېټه په پام کې لري، چې د ٢٠١٣ کال د نمانځنې په موخه په لومړي ځل د نېزه بازۍ يا سانګې لوبه له سره پيل کړي.
هزبر وايي، اوس دوى په غزني کې يو لوبغالى لري او د جمنازيوم کار پنځوس سلنه بشپړ شوى، د دې ترڅنګ پاکستان ژمنه کړې، چې د ٢٠١٣ کال ځانګړو مراسمو ته د تيارۍ په موخه به يو جمنازيوم جوړ کړي، خو تر دې مهاله يې کار نه دى پيل کړى.
خو د مرکز او ولسواليو لوبغاړي بيا دغه ټول کارونه نا کافي بولي او وايي، چې تر دې ډېرې اسانتياوې دې ورته برابرې شي.
د جاغوري ولسوالۍ د واليبال د ښځينه ډلې غړې زهره وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د واليبال څو نورې ښځينه ډلې هم شته، امکانات او سانتياوې نه دي ورته برابر شوي.
دا وايي، په دې برخه کې يې د اولمپيک له کمېټې ژمنې ترلاسه کړې، خو تر دې مهال نه دي عملي شوې.
دغه راز د لرغوني شلګر (اندړو ولسوالۍ) يوه سپين ږيري او پخواني نيزه وهونکي احمدخان پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو څلورو کلونو کې په دې سيمه کې د سانګې دوديزه لوبه نه ده ترسره شوې.
دى وايي : ((ستونزه نا امني ده، پخوا به د نيزه وهلو لوبه هره اونۍ ترسره کېده، خلکو به اسونه ساتل، لوبې به زرګونه نندارچيان لرل، خو اوس هېڅ نشته.))
اولمپيک کمېټه په ولسواليو کې د لوبو او لوبغاړو پر واړندې شته ستونزې مني، خو په لاس کې شته شونتياوو ته په کتو سره د يادو ستونزو د لرې کېدو ژمنې کوي.










