منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د کرکټ ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٢): د کرکټ ملي لوبډله په نيپال کې د اسيايي شل اووريزو سياليو تر ګټلو وروسته نن سهار هېواد ته راورسېده.

د کابل په  نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلي ته د کرکټ بورډ لوى رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود، اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد، نور چارواکي، د ولسي جرګې وکيلان او د کرکټ يو شمېر مينه وال راغلي وو.

ويل کېږي، چې ولسمشر حامد کرزى د فراه د تېرې اونۍ د پېښې د قربانيانو فاتحې ته دغه ولايت ته روان و، ځکه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته د يو شمېر رسنيو استازي او د کرکټ مينه والو ته د ورتګ اجازه ورنه کړل شوه.

د کرکټ ملي لوبـډله د سهار په شاوخوا اته نيمو بجو د کابل نړيوال هوايي ډګر ته په داسې حال کې را ورسېده، چې د يو شمېر مينه والو له خوا يې په ډولونو او اتڼونو هرکلى وشو.

د کرکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د اسيا شل اووريزو سياليو اتلولي د لوبغاړو د ښې لوبې او د هېوادوالو د دعاګانو په برکت خپله کړه.

هغه زياته کړه، چې دوى په لوبډله کې زياتو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړى و او هغوى هم خپله وړتيا وښوده.

عيسى خېل په ځانګړې توګه د ځوان  لوبغاړو  نجيب ځدراڼ، فضل نيازي، افتاب عالم او ګلبدين نايب ستاينه وکړه، چې د نيپال په سياليو کې ښه وځلېدل.

د کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود پژواک اژانس ته وويل، چې په يوه مياشت کې د ملي لوبډلې له خوا دا دويمه اتلولي وه چې هېواد ته يې راوړه.

هغه زياته کړه، چې ملي لوبډله تېره مياشت په متحده عربي اماراتو کې د سکاټلينډ لوبډلې ته په پرله پسې پنځو لوبو کې لويه ماتې ورکړه او دا دى اوس يې له نيپال څخه د اسيا اتلولي راوړه.

مسعود وايي، چې د افغانستان کرکټ  ورځ په ورځ د پرمختګ په حال کې دى، نه يواځې ملي لوبـډلې نړيوالې لوبې ګټي، بلکې د کرکـټ ادارې هم ډېر پرمختګ کړى دى.

د نوموړي په وينا، کرکټ بورډ په پلان کې لري په هېواد کې نړيوالې  لوبې ترسره شي، د همدې موخې لپاره يې د کابل او ننګرهار په لوبغالو کې د بيارغونې کارونه پيل کړي دي.

د کابل نړيوال هوايي ډګر ته تر رسېدو وروسته د کرکټ ملي لوبډلې په وياړ د اتصالاتو مخابراتي شرکت له خوا يوه غونډه جوړه شوه.

د يادونې ده، چې د کرکټ ملي لوبـډله تېره اونۍ په نيپال کې د ا سيا د شل اووريزو سياليو په پاى لوبه کې کوربه هېواد نيپال ته په ماتې ورکولو د څلورم ځل لپاره داتلولي خپله کړه.