منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۴ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د ۱۹ کلنو لوبډله د پاکستان د مردان او صوابۍ لوبډلو ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۳ کتنې

کابل ( پژواک ۲۵ وری ۹۲ ) : د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي لوبډله چې دا مهال په پاکستان کې په تمریناتو بوخته ده، د مردان او صوابۍ ښارونو ځایي لوبډلو ته ماتې ورکړه.

د ۱۹ کلنو لوبډلې مدیر شیراغا همکار د وري په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل  چې نن یې لوبډله د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د مردان ښار له لوبډلې سره لوبه ترسره شوه، چې دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.

هغه زیاته کړه چې د ۱۹ کلنو ملي لوبډله لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې، حشمت شاهدي ۳۳، ناصر جمال ۲۵ او مسلم ۲۰ منډې جوړې کړې. د پاکستان د مردان ښار لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۵ اورونو کې په ۱۹۰ منډو وسوځیدله. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې له لوري سید شیرزاد ۴، ناصر جمال ۲ او شرف الدین هم دوه لوبغاړي وسوځول.

همکار وایي چې پرون د ۱۹ کلنو لوبډله د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابۍ ښار لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه، صوابۍ لوبډله په ۴۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۰ منډې جوړې کړې ، دافغانستان له لوري سید شیرزاد او ناصر جمال درې، درې لوبغاړي وسوځول.

د هغه په وینا، افغانستان دغه هدف په څلویښتم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې له لوري  وحید ۲۷، شاهد ۲۵، مسلم ۲۰ او رحیم منګل هم ۲۰ منډې جوړې کړې.

دافغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله تر اوسه په پاکستان کې له ځایي لوبډلو څخه ۹ تمریناتي او دوستانه لوبې ګټلې دي.

شیراغا همکار وایي چې دې بریاوو سره د ۱۹ کلنو لوبغاړو مورال لوړ شوی او هیله یې څرګنده کړه، چې راتلونکې میاشت په مالیزیا کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام دغوراوي په سیالیو کې دافغانستان لوبډله خپله وړتیا وښیي.