منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

د پکتيکا دکرکټ لوبغاړي اسانتياوې غواړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

ښرنه (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): د پکتيکا ولايت د کرکټ لوبغاړي شکايت کوي، چې چارواکو د دوى ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او نه يې د لوبو شرايط ورته برابر کړي دي.

د ښرنې د چهاردهي لوبډلې مشر عبدالرووف وايي، اوسمهال په مرکز او ولسواليو کې لسګونه کرکټ لوبډلې شته، خو په ټول ولايت کې يو لوبغالى هم نشته.

نوموړى زياتوي، په دې اړه يې خپلې ستونزې څو ځلې چارواکو ته رسولي، خو لا يې هم د حل لپاره عملي ګام نه دى پورته کړى.

د هغه په وينا، اوس د پکتيکا په کرکټ بورډ کې ٩١ لوبډلې غړيتوب لري، چې ډېرى يې په ښرنه او اورګون ولسواليو کې دي.

په ښرنه کې د سمسور کرکټ لوبډلې مشر خان محمد هم وايي، که د لوبو د وسايلو او لوبغالي د جوړېدو مرسته ورسره وشي، دلته به کرکټ ښه وده وکړي او لوبغاړي به وهڅول شي.

خان محمد زياتوي، د پکتيکا په مرکز، اورګون، مټاخان او سرروضې ولسواليو کې د کرکټ تکړه لوبغاړي شته، چې ډېرى يې په پاکستان کې روزل شوي او نورې روزنې ته هم اړتيا لري.

په اورګون کې د کرکټ يو لوبغاړى حسين بيا غوښتنه کوي، چې د پکتيکا د لوبغاړو د روزنې لپاره دې يو روزونکى ور ولېږل شي، تر څو د دغه ولايت لوبغاړي په مسلکي  توګه تمرين شي.

هغه له کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې دوى ته دې په پکتيکا کې د روزنې پروګرام پيل او هم دې لوبغالى ورته جوړ کړي.

په پکتيکا کې د کرکټ بورډ استازى خان زاده هم د دغه ولايت د کرکټ لوبغاړو ستونزې مني، خو زياتوي،  کرکټ بورډ په پام کې لري، چې په دغه ولايت کې لوبغالى جوړ کړي.

د ده په وينا، کرکټ بورډ په دغه ولايت کې د لوبغالي جوړېدو لپاره د ٢٥ جريبه ځمکې غوښتنه کړې، خو چارواکو تر دې مهاله دوى ته ځمکه نه ده موندلې.

خانزاده زياتوي، چې په دې اړه يې د ولايت له مقام او ښاروالۍ سره خبرې کړي، د ځمکې د ورکړې ژمنه ورسره شوې، خو تر دې مهاله عملي ګام نه دى اخيستل شوى.